د پاکستان پولیسو د افغانانو د کورونو دروازې ماتې کړي
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان د پاکستان له حکومت څخه په کلکه غواړي، چې د نړۍوالو اصولو او قوانینو لهمخې ورسره چلند وکړي او له زورزیاتیو لاس واخلي.
دوی همداراز د ملګرو ملتونو د کډوالو او بشري حقونو سازمانونو څخه غواړي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو د ناوړه چلند مخنیوی وکړي.
د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نهلري.
سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شو، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نه دی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.
د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟
د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي او دغې چارې بیا د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانونو تُند غبرګونونه راپارولي و.
ایراني چارواکو او همداراز طالبانو لا تر اوسه د دغو اعدامونو په تړاو په رسمي توګه څه نهدي ویلي.