• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپورت

د افغان ښځو فوټبال لوبډله د سیالیو لپاره مراکش ته رسېدلې

د افغان ښځو فوټبال لوبډله د سیالیو لپاره مراکش ته رسېدلې

د فوټبال نړۍوال فدراسیون تایید کړې، چې د افغانستان د جلاوطنه ښځینه فوټبال لوبډله مراکش هېواد ته رسېدلې او ټاکل شوې چې د روانې اونۍ په پای کې به سیالۍ هم پیل کړي. دغه لوبډله د یووالي په نوم د ښځو اړوند لوبلړۍ کې سیالۍ کوي.

احمدولي هوتک په بلاروس کې د اتلولۍ کمربند د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي

احمدولي هوتک په بلاروس کې د اتلولۍ کمربند د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي

د افغانستان د ازادو رزمي سیالیو لوبغاړی احمدولي هوتک د ۱۴۰۴ کال د لړم په لومړۍ نېټه د بلاروس په پلازمېنه مینسک ښار کې له روسي سیال ارسن پارکخوگاجیف سره مخامخ کېږي. په دغه سیالیو د ګډون لپاره د وزن انداز کولو پروسه نن ترسره شوې ده.

د کریسټیانو رونالډو زوی د لومړي ځل لپاره د پرتګال د ۱۶ کلنو ملي لوبډلې ته بلل شوی

د فوټبال د نړۍ د نامتو ستوري کریسټیانو رونالډو ۱۵کلن زوی رونالډو جونېیر د لومړي ځل لپاره د پرتګال د ۱۶کلنو ملي لوبډلې کمپ ته بلل شوی دی.

د افغانستان او سريلانکا د والیبال ملي لوبډلې نن د یو بل پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان او سريلانکا د والیبال ملي لوبډلې نن د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې د یو بل پر وړاندې لوبه کوي. د افغانستان د والیبال فدراسیون د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې دغه لوبه نن د بنګله‌دېش په کوربه‌توب غرمه مهال پیلېږي.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د نړۍوالو سياليو لپاره بشپړ چمتووالی لري

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د نړۍوالو سياليو لپاره بشپړ چمتووالی لري

د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی، چې د تکواندو لوبغاړي تر سختو تمرینونو وروسته د تکواندو د اتلولۍ په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره چې تر راتلونکو دوو ورځو په چین کې پیلېږي؛ په بشپړ ډول چمتو دي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډله د اسیايي سیالیو لپاره بحرین ته ولاړه

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډله د اسیايي سیالیو لپاره بحرین ته ولاړه

د افغانستان د فوټبال ملي فډراسیون خبر ورکړی، چې د ۱۷ کلنو فوټسال ۱۴ کسیزه ملي لوبډله او ورسره اته کسیز پلاوی د ۲۰۲۵ کال د اسیايي سیالیو درېیم پړاو کې د ګډون لپاره بحرین ته روان شو.

د افغانستان د ۱۹‌کلنو کرېکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره پنځه یو ورځنۍ لوبې لري

د افغانستان د ۱۹‌کلنو کرېکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره پنځه یو ورځنۍ لوبې لري

د افغانستان د ۱۹‌کلنو کرېکټ ملي لوبډله د بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ لوبې لري. دغه لوبې به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل او د نومبر تر ۹مې نېټې به د بنګله‌دېش په کوربه‌توب ترسره شي.

احمد ولي هوتک د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو لپاره له خپل روسي سیال سره مخامخ کېږي

احمد ولي هوتک د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو لپاره له خپل روسي سیال سره مخامخ کېږي

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک د «WTKF» نړۍوال سازمان د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو لپاره له خپل روسي سیال ارسن پارکخوګاجیف سره لوبه کوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک ښار کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ د زمبابوې پروړاندې د ټېسټ او درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې

کرېکټ بورډ د زمبابوې پروړاندې د ټېسټ او درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان کرېکټ بورډ د زمبابوې پروړاندې د یوې ټېسټ او درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالۍ به د اکټوبر له ۲۰مې د نومبر تر ۲مې نېټې پورې په هرارې ورزشي لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان او پاکستان د فوټبال سیالۍ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان او پاکستان د فوټبال سیالۍ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن ماښام له پاکستان سره لوبه ۱-۱ مساوي کړه او ورسره دواړه هېوادونه د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام د لار موندنې په موخه له مخته تګه پاتې شول.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په درېیمه یو ورځنۍ سیالې کې ماتې ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په درېیمه یو ورځنۍ سیالې کې ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د هېواد ملي لوبډلې د اتصالات جام په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې د زړه راښکونکې او برلاسې لوبې له لارې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې ته د ۲۰۰منډو په توپیر ماته ورکړه.

د یو ورځنیو لوبو لړۍ؛ افغانستان نن د بنګله‌دېش پر وړاندې وروستۍ لوبه لري

د یو ورځنیو لوبو لړۍ؛ افغانستان نن د بنګله‌دېش پر وړاندې وروستۍ لوبه لري

د یو ورځنیو لوبو لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې به نن افغان لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په ۳:۰۰ بجو په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۸۱ منډو په توپير ماتې ورکړه

افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۸۱ منډو په توپير ماتې ورکړه

افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۸۱ منډو په توپير ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ یې هم وګټله. د ابراهیم ځدراڼ غوره توپوهنې او د راشد خان بریالۍ توپ‌اچونې افغان لوبډله بریا ته ورسوله.

دوه اړخیزه لوبلړۍ؛ افغانستان د لوبې پچه وګټله او لومړۍ توپ وهنه کوي

دوه اړخیزه لوبلړۍ؛ افغانستان د لوبې پچه وګټله او لومړۍ توپ وهنه کوي

د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ توپ وهنه کوي. د افغانستان د پنځوس اوریزو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شاهدي ویلي په لوبډلې کې یې کوم بدلون نه دی راوستی.

پرله‌پسې ماتې؛ افغان کرېکټ لوبډله نن له بنګله‌دېش سره په روانه لوبلړۍ کې دویمه لوبه کوي

پرله‌پسې ماتې؛ افغان کرېکټ لوبډله نن له بنګله‌دېش سره په روانه لوبلړۍ کې دویمه لوبه کوي

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د روان سریز دویمه لوبه نن د ابوظبۍ په شیخ زاید کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د پاکستانۍ ویزو ځنډ؛ د افغانستان فوټبال لوبډله د سیالیو لپاره بالاخره اسلام‌اباد ته ورسېده

د پاکستانۍ ویزو ځنډ؛ د افغانستان فوټبال لوبډله د سیالیو لپاره بالاخره اسلام‌اباد ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله چې د‌ پاکستاني حکومت له لوري د ویزو ورکړې له څو ورځني ځنډ سره مخ شوې وه؛ بالاخره اسلام‌اباد ته رسېدلې ده. افغان لوبډله به د ۲۰۲۷کال د اسیایي ملتونو جام مقدماتي سیالیو په ترڅ کې د پاکستان ملي لوبډلې سره مخ شي.

کرېستیانو رونالډو د فوټبال په تاریخ لومړنی میلیادر شو

کرېستیانو رونالډو د فوټبال په تاریخ لومړنی میلیادر شو

د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له‌مخې، د فوټبال ستوری کرېتسیانو رونالډو د فوټبال په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې خپل نوم یې د میلیاردر فوټبالر په توګه ثبت کړ. د دغې رسنۍ د ارزونو له‌مخې، د دغه پرتګالي ۴۰ کلن ستوري د خالصې شتمنۍ ارزښت ۱ اعشاریه ۴ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

افغان اتلانو د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

افغان اتلانو د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان اتلانو د بنګله‌دېش له لوري ورکړل شوی د ۲۲۲ منډو هدف ترلاسه او ورسره یو د صفر پر وړاندې مخکې شول. دغه سیالۍ د چهارشنبې په مازدیګر پیل او تر نیمې شپې یې دوام وکړ.

راشدخان په یو ورځنیو نړۍوالو کرېکټ سیالیو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې

راشدخان په یو ورځنیو نړۍوالو کرېکټ سیالیو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې

افغان ورو توپ اچوونکي راشدخان نن د چهارشنبې په ورځ، د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې په توپ اچوونه کې درې ویکټې واخیستې او په دې سره لومړنی افغان توپ اچوونکی شو، چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې ۲۰۲ ویکټې بشپړې کړې.

بنګله‌دېش د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته په درېیو پرله‌پسې شل‌اوره سیالیو کې ماتې ورکړه

بنګله‌دېش د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته په درېیو پرله‌پسې شل‌اوره سیالیو کې ماتې ورکړه

د بنګله‌دېش او افغانستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو شل‌اوره سیالیو لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. بنګله‌دېش لوبډلې د درې شل‌اوره سیالیو لړۍ په ۳-۰ خپل نوم کړه.

په بلخ کې د ۱۶ کلنو ځوانانو د فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

په بلخ کې د ۱۶ کلنو ځوانانو د فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او سپورټ اداره وايي چې په بلخ کې ۱۶ ټیمونو ترمنځ د تنکیو ځوانانو د فوټبال سیالۍ د خالد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبلړۍ؛ افغان لوبډله پرله‌پسې ماتو سره مخ ده

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبلړۍ؛ افغان لوبډله پرله‌پسې ماتو سره مخ ده

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ په دوېیمه لوبه کې هم بنګله‌دېش افغانستان ته ماتې ورکړه.