امرخېل د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) په خپله اېکس پاڼه پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي لیکلي، چې د افغانستان په ګاونډي هېواد کې له حکومتي چارواکو نیولې تر ژورنالیستانو پورې، ټول په افغانستان کې د نظام د بدلون پر بحثونو بوخت دي، خو په وینا یې دا ورته د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه نه ښکاري.
ضیاءالحق امرخېل په همدې تړاو زیاتوي: «مګر کله چې موضوع ټيټيپي ته ورسېږي، هغه ډله چې د همدې هېواد د پوځ د ظلمونو، بېعدالتیو او په پرلهپسې ډول د پښتنو د سیمو د محرومیت په نتیجه کې را زېږېدلې، نو بیا یې د افغانستان د مداخلې ادعاوې پیل کېږي.»
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې د روان کال د تلې میاشتې په دویمه لسیزه کې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې اسلاماباد پر کابل او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل او کله چې د طالبانو له شدید غبرګون سره مخ شول، نو ورسره یې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د «رژیم» خطاب وکړ او دا د طالبانو پر وړاندې د اسلاماباد په تګلاره کې ستر بدلون وبلل شو.
پاکستان ورسره جوخت ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ له مخامخ جګړې وروسته په لومړي ځل په یوه ډول په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره هیله څرګنده کړه.
په هغه وخت کې (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل، اسلام اباد د یوه سوله ییز، سوکاله، ټول شموله او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې د افغانستان غوښتونکی دی. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې وه: «موږ دا هیله هم لرو چې یوه ورځ به د افغانستان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ريښتیني حکومت له لوري اداره شي.»
طالبان بیا پر دې باور دي، د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ ده، چې نهغواړي د کابل او اسلاماباد اړیکې ښې وي.
ضیاءالحق امرخېل په افغانستان کې د نظامونو د تخریب او بدلولو په تړاو د پاکستانیانو هڅې «عجیب» ګڼي او په وینا یې: « داسې ښکاري چې نور د دوی د دې ډول لاسوهنو زمانه پای ته رسېدلې او یوازې خپل ځان ستړي کوي.»
هغه همداراز څرګنده کړې: «افغانان دې پایلې ته رسېدلي چې هر هغه شخص یا ډله چې د پاکستان ملاتړ ولري، د ولس له نظره مردود او په ټولنه کې منفور دي.»
د یادونې وړ ده، چې د پاکستاني پوځ او افغان طالبانو ترمنځ له مخامخ جګړو وروسته، له نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د ډيورند پر کرښه ټولې لارې د پاکستان له لوري بندې شوي او ورسره هم مهاله، د دواړو لوریو لهخوا تبلیغاتې جګړې زور اخیستی او لا هم روان دی.