په پېښور کې د سرحدي ځواکونو مرکزي دفتر مخې ته چاودنه شوې ده

د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په صدر کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو مرکزي دفتر مخې ته چاودنه شوې ده. له چاودنې وروسته سیمه د پاکستاني ځواکونو لهخوا کلابنده شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په صدر کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو مرکزي دفتر مخې ته چاودنه شوې ده. له چاودنې وروسته سیمه د پاکستاني ځواکونو لهخوا کلابنده شوې ده.
د پېښور د پولیسو مشر ډاکټر میا سعید تایید کړې، چې د سرحدي ځواکونو پر مرکزي دفتر وسلهوالو برید کړی دی. د سیمې ځایي اوسېدونکي وایي، چې له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. لاتراوسه د دغې پېښې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نهشته.

د پاکستان امنیتي سرچینو پاکستاني رسینو ته ویلي، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې یې د تحریک طالبان پاکستان درې جنګیالي وژلي دي. یاد عملیات د دیره اسماعیل خان په د درازنده سیمه کې شوي دي. تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان دې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر غړو او فعالانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي ټولنې پارلمان مخې ته د پاکستان د حکومت او پوځ پر ضد اعتراض وکړ. دغو اعتراض کوونکو د اروپايي پارلمان له ۲۰۰ څخه زیاتو غړو ته په لیکلي بڼه پر پښتنو د پاکستان د ظلمونو په اړه شواهد وسپارل.
په بروکسل کې د هندـ پسیفیک وزیرانو فورم په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډارله وینا سره هممهاله، له ودانۍ بهر د پښتون ژغورنې غورځنګ اعتراض کوونکو د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد د شعارونو له ورکړې سربېره له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په پاکستان کې د پښتنو، افغان کډوالو او بلوڅانو پر وړاندې د روانو ظلمونو او د هغو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته جدي پام وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، له دغه اعتراض څخه یې موخه دا وه، چې د اروپايي ټولنې په پارلمان کې د اسحاق ډار له وینا مخکې د پاکستان د حکومت او په ځانګړې توګه د پوځ اصلي څېره نړۍ ته څرګنده کړي.
دپيټياېم غړو په خپلو ویناو کې ټینګار وکړ، چې پاکستانی پوځ له کلونو راهیسې په پښتني سیمو کې بېګناه خلک وژني او په جبري توګه یې لادرکه کوي او همداراز له شکنجې سربېره پوځي عملیات او نور ناوړه چارې ترسره کوي، چې نړۍوال باید پرې چوپ پاتې نهشي.
دوی له اروپايي ټولنې وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي څو د پښتنو، افغانانو او بلوڅانو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د جګړو، جبري بېدرکۍ او پوځي عملیاتو پر ځای د سولې، عدالت او بشري حقونو ته د درناوي لارې غوره کړي.
دغو اعتراض کوونکو همدارازد اروپايي ټولنې له پارلمان څخه وغوښتل، چې د پاکستان د حکومت او پوځ لهخوا د بشري حقونو د نقض موضوع جدي وڅېړي او د عدالت پلې کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
له دې سره سم، هممهاله د جمعې په ورځ (د لړم۳۰مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري دوه بېګناه کم عمره پښتانه ځوانان، چې نوید او نعمان نومېدل وژل شوي دي. پښتین همداراز ویلي، چې د بنو بکاخېل د شهابالدین په کلي کې د پوځ د ډزو له امله ټپي شوې پنځوس کلنه ښځه هم مړه شوې ده.
منظور پښتین وایي، هره ورځ د پښتونخوا ولس وژل کیږي. د هغه په وینا د بېګناه پښتنو له وژنې پرته د پاکستان د پوځ وخت نهتیریږي.
پښتین همداراز څرګنده کړه: «وفاقي او صوبايي اسمبلۍ، پاکستاني رسنۍ، محکمې دا لا خو پرېږده ان د پښتنو د سیاسي او ټولنیزو تنظیمونو مشران، پښتانه خبریالان او مشهور شخصیتونه هم د دې وحشي ظلم او جبر په اړه یو جمله هم نه لیکي.»
منظور پښتین په بروکسل کې د اروپايي ټولنې پارلمان مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو اعتراضي راټولېدنې ته په نغوتې سره زیاته کړې، دوی د دې اعتراض له لارې غوښتل اروپايي ټولنه د پاکستان د حکومت او پوځ له لوري د پښتنو، بلوڅانو او افغانانو پر وړاندې له روانو ظلمونو او د بشري حقونو له پراخو سرغړونو خبره کړي.
د هغه په وینا، د اعتراض پر مهال د اروپايي ټولنې پارلمان له ۲۰۰ څخه زیاتو غړو ته په لیکلي بڼه داسې اسناد او شواهد وسپارل شول، چې پکې په ډاګه شوي چې پاکستان څنګه په «وحشي» او زورواکانه ډول د پښتنو حقونه تر پښو لاندې کوي، خلک جبراً تري تم کوي، وژني او بندیانوي.
منظور پښتین وویل، سره له دې چې پاکستان له نړۍوالو سره د بشري حقونو په نوم د همکارۍ تړونونه کوي، خو په عملي توګه د پښتنو او بلوڅانو په سیمو کې د قانون، عدالت او بشري حقونو هېڅ نښې نښانې نه لیدل کېږي او هلته هره ورځ بېګناه کسان وژل کېږي یا تري تم کېږي.
هغه ټینګار وکړ، چېدویبه د خپلو خلکو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د نړۍ هرې دروازې ته به د انصاف او عدالت غوښتنې غږ ورسوي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډارد هندـ پسیفیک وزیرانو فورم په غونډه کې چې په بروکسیل کې جوړه شوې وه، د بېلابېلو موضوعګانو په اړه خبرې وکړې.
اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی | افغانستان انټرنشنل پښتو
هغه د افغانستان په اړه وویل، چې افغانستان د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی. هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ جرړې وباسي. طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې په افغان خاوره کې ترهګره ډله نهشته.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جبري ورک شویو غړو په اړه دې شفافي پلټنې پیل کړي او د عاملینو په وړاندې دې اقدام وشي.
د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې په پیښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د شپږو غړو د جبري ترې تم کېدو ته سخت غبرګون ښودلی او وايي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د جبري نیونو او ترې تم کولو دا ډول پیښې د اندېښنې وړ دي.
یاد سازمان ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نورالله ترین، حنیف پشتین، سید عرفان الله، فرمان وزیر، عدنان وزیر او حبیب وزیر د نوامبر په ۱۲ نېټه ورک شوي او تر اوسه یې د ځای ځایګې په اړه هېڅ معلومات نشته.
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د جبري ورکېدو عمل پای ته ورسوي او د ورک شویو فعالانو ځای پیدا او خوندې ستنول دې یقیني کړي.
همدارنګه یاد سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړي، چې ژر تر ژره دې د ورک شویو کسانو د موندلو په اړه پلټنې پیل او په دغه ډول قضیو کې لاس لرونکي کسان دې محاکمه کړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځیني غړو د پښتونخوا په امن جرګه کې د وینا نه ورکولو وروسته د اعتراض په ډول له جرګې سره پرېکون وکړ او د جرګې له صالون څخه تر وتلو وروسته د مخ پټو کسانو له خوا وتښتول شول.

پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې یې له ترهګرو څخه، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له خوا کارول شوي وسلې او تجهیزات نیولي دي.
د پاکستان جیونیوز رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په نیول شویو وسلو کې یې اېم فور، اېم ۱۶ وسلې او پرمختللي د شپې دوربینونه، چاودیدونکي مواد، مرمۍ او نور عصري تجهیزات هم شامل دي.
امنیتي سرچینو ویلي، چې یادې وسلې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان پاتې شوې وي او اوس یې ترهګر د پاکستاني ځواکونو پر ضد استفاده کوي.
یادو پاکستاني سرچینو په افغانستان کې د امریکايي وسلو پاتې کېدل د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی دی.

د خراسان ډایري په نوم له اسلام اباد نه خپرېدونکې یوې رسنۍ ویلي، چې نن جمعه (د لړم ۳۰مه) سهار وختي د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د «ټيټيپي» وسلهوالې اړوند یوې ډلې د پاکستان امن ځواک پر دفتر برید کړی. راپور وایي، تر اوسه ۷کسان وژل شوي او یو کس ټپي دی.
د راپور له مخې؛ برید کوونکې ډله د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د اتحاد المجاهدین پورې تړلې ده. لا تر اوسه د برید په تړاو نور جزییات نهدي ورکړل شوي او دا هم نه دي ویل شوي، چې وژل شوي کسان څوک دي.