ځانګړی رپوټ: لکڼوال د بې کارۍ او انزوا ښکار و

اسوشیټیډ پریس په خپل ځانګړي رپوټ کې لیکلي چې د ځینو ایمیلونو له ترلاسه کولو وروسته څرګنده شوې چې پر دوو امریکايي سرتېرو بریدکوونکی افغان عبدالرحمان لکڼوال له کلونو راهیسې له رواني ستونزو، بېکارۍ او اوږدمهالې انزوا سره مخ و.





