ځینې خبریالان د طالبانو اداره «د سپکو سپورو امارت» بولي. هغوی وایي، د طالبانو ترخه او سپک ادبیات د دې لامل نه کېږي، چې دوی ورته چلند وکړي. دا خبریالان ټینګار کوي، چې دوی به لا هم د بېطرفۍ او مسلکي خبري اصولو په مراعتولو خپل کار ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د خبریالانو ښکاره ځپنه
د خپلواکو خبري بنسټونو د راپور له مخې، طالبان واک ته له ستنېدو وروسته د بیان ازادي او د خپلواکو رسنیو شتون له منځه وړی دی. په افغانستان کې د رسنیو تنوع تقریبا ورکه شوې او اوس یوازې هغه رسنۍ د فعالیت اجازه لري چې د طالبانو د تبلیغاتي او رسمي ادبیاتو له تګلارې سره سم کار کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پالیسۍ څخه سرغړونه نه کوي.
په افغانستان کې دننه رسنۍ له سخت سانسور او فشار سره مخ دي. خپلواک او منتقد خبریالان یا په زندان کې دي او یا په تېښته کې. په ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په عملي ډول «په تور لېست» کې شاملې شوې دي. هره رسنۍ چې له دننه څخه فعالیت کوي، باید د طالبانو له فلټره تېر شي او وښیي چې له رسمي روایت سره همغږې دي.
افغانستان په ۲۰۲۵کال کې د «بې پولو خبریالانو» نړۍوال شاخص کې د ۱۸۰هېوادونو له ډلې ۱۷۵م مقام لري، چې د ۲۰۲۱کال څخه ښکاره سقوط ښيي.
د خبریالانو د نړۍوال فډراسیون د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې له نیمایي څخه ډېرې رسنۍ تړل شوې دي او شاوخوا ۴۷۰ پاتې رسنۍ زیاتره هغه مواد خپروي چې د طالبانو له رسمي سیاستونو سره همغږي وي.
په ورته وخت کې، طالبانو د هېواد دننه یوه پراخه رسنیزه شبکه جوړه کړې ده: لسګونه ټلویزیونونه او راډیوګانې، ورځپاڼې، او په سلګونو د یوټیوب چینلونه، اېکسپاڼې او ټېلګرام چینلونه چې په همغږۍ سره د «سراسري امنیت» او «د اسلامي نظام د ټینګېدو» روایت تبلیغوي. په وروستیو اوونیو کې له پاکستان سره شخړه هم د همدې تبلیغاتي کمپاین یوه برخه ګرځېدلې ده.
طالبانو په خپلې نوې واکمنۍ کې د «رسنیو، تبلیغاتو او ضد تبلیغاتو» اهمیت په بېساري ډول درک کړی دی. هغوی چې د جګړې د روایتونو له لارې بیا واک ته ورسېدل، اوس له همدې وسیلو د قدرت د ساتلو او تثبیت لپاره کار اخلي.
له دې سره سم، د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برنر د کډوالو د ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې مهمې بولي او زیاتوي: «له درېیمو هېوادونو سره اړیکه خورا مهمه ده، ان که موږ د دوی حکومتونه او تګلارې نه خوښوو.» هغه زیاته کړه: «دا نه جالبه ده او نه هم اسانه، خو خبرې نهکول هم ښه انتخاب نهدی.»
برنر وویل، چې اروپايي ټولنه باید د طالبانو له ادارې سره په «تخنیکي کچه» خبرې وکړي. د طالبانو له ادارې سره د اروپا او په ځانګړې توګه د جرمني خبرې د افغان فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.