طالبان وایي، په بلخ او بامیان کې یې دوه کوډګر نیولي دي



په بغلان ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس مولوي عبادالله معاذ وایي، چې په دغه ولایت کې د سرو زرو، سرب، جست او نورو ګران بیه ډبرو ۴۰ کانونه تثبیت شوي دي. نوموړي ویلي، د دوشي ولسوالۍ د قرزغن د سرو زرو کان په شان ځینې کانونه لا هم د اکتشاف په پړاو کې دي.

د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زدهکړو وزیر محمدرضا ظفرقندي اعلان کړی، چې د افغانستان له لوري د درد کمونکو دواګانو د تولید لپاره د خامو موادو د لېږد د بندېدو له امله په دغه هېواد کې د ناروغانو درملنه او د جراحۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
ظفرقندي د چهارشنبې په شپه (د لړم ۲۸مه) د کرمان ولایت د استازو د پلان جوړونې شورا په ناسته کې وویل، چې د مورفین او پټیډین په څېر د حیاتي دواګانو د تولید لپاره اړین خام مواد سخت کم شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ: «که دغه درمل په واک کې نه وي، ګڼ شمېر طبي خدمتونه او د جراحي عملیاتونه به عملي نهشي».
هغه څرګنده کړه، چې تر دې وړاندې د درد کمونکو دواګانو د تولید خام مواد له افغانستان نه ایران ته واردېدل؛ خو اوس پر افغانستان واکمنو طالبانو د دغه موادو د لېږد مخه نیولې ده.
د هغه په وینا؛ طالبانو په رسمي توګه ایران ته ویلي، چې د نشهيي توکو هر ډول لېږد او راکړه ورکړه باید ونهشي او همدې پرېکړې د درملو د تولید اړین مواد بند کړي دي.
هغه زیاته کړه: «د دغه ناورین د حل لپاره باید په ایران کې نوی قانون جوړ شي؛ څو په کور دننه د هغو بوټو قانوني او کنټرول شوی کر وشي، چې د درد کمونکو دواګانو د تولید لپاره ترې استفاده کېږي. دا کار باید د سخت څار او بشپړ مدیریت لاندې ترسره شي؛ څو یوازې د درملنې او طبي اړتیاوو لپاره وکارول شي».
طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۲کال په اپرېل کې فرمان ورکړ، چې د کوکنارو کرکیله، د تریاکو تولید او قاچاق په بشپړه توګه افغانستان کې بند دی.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو د دفتر (UNODC) د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د کوکنارو د کر ساحه په ۲۰۲۲کال کې ۲۳۳زره هکټاره وه او په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰زره هکټارو ته راټیټه شوې ده او د تریاکو تولید تر ۳۰ سلنې ډېر کم شوی دی.
طالبان وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د کوکنارو کروندې ویجاړې کړې او له قاچاقچیانو سره یې سخت چلند کړی دی. خو له دې ټولو سره کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دودیزو تریاکو د تولید کمېدل کېدای شي د سنتټیک او صنعتي نشهيي توکو د قاچاق لپاره زمینه برابره کړي؛ چې دا کار د سیمې او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران لپاره نوی ګواښ بلل کېږي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۵۶۵ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۵۱۷ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ۴۸ نور کسان چې د عراق په زندانونو کې له ۶ تر ۹ میاشتو پورې بندیان وو؛ د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نهدي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو لهخوا نیول کېږي.
تازه د پنجاب پولیسو خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۳۸ بېاسناده افغان کډوال نیولي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ډاکار موسسې په مرسته د ۱۴۷.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د کلیوالي سړکونو، استنادي دېوالونو او پلچکونو یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
چهارشنبه د (لړم ۲۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی هم ګډون کړی و. هغه وایي، په دغه پروژو کې ۸۸کلیوالي خام سړکونه په کانکریټي ډول جوړ شوي چې ټول ټال اوږدوالی یې ۳۵۲۵متره دی.
د نوموړي په وینا؛ ۶۶کانالونه، ۱۶۲پلچکونه او ۲۸۷۳ متره استنادي دېوالونه په دغو رغنیزو پروژو کې پشپړ شوي دي. د معلوماتو له مخې؛ په دغه پروژو کې ۱۳۷زره او ۴۹۸متره هغه کانالونه هم پاک شوي، چې زرګونه جریبه ځمکې یې خړوبولې.
په ننګرهار کې د طالبانو د کلیو پراختیا او بیا رغونې رییس مولوي قسمت الله مبارز وایي، په دغه پروژو کې نږدې ۱۳زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه. دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د بېروزګارۍ کچه په بېسارې توګه لوړه شوې او د رغنیزو پروژو په برخو کې نړۍوالې مرستې هم د پام وړ کمې شوې دي.

په مرکزي ویتنام کې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی او پنځه کسان تري تم دي. د راپورونو له مخې؛ ګڼ کلي تر اوبو لاندې شوي، چې له امله یې تر ۴۳زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.