له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۱ پورې، چې هېواد د جهادي شخړو او بیا د طالبانو تر سختدریځي واک لاندې و، ملي ادارې له منځه لاړې، فرهنګي بنسټونه زیانمن شول او ټولنه ګډوډه شوه. خو بیا هم ملت د قومي کرکې پر ځای د زغم، صبر او ملي روحیې بېلګه پاتې شو.
په داسې زمان کې چې فرهنګي او تعلیمي ارزښتونه زیانمن شول، ملي روایتونه په زوره له منځه لاړل خو بیا هم ملت د ژور قومي انشقاق پر ځای متحد پاتې شو د معاصر تاریخ د قومي تړون یوه روښانه نمونه ده.
نننی مصنوعي ګواښ: سکتاریستان او د کرکې سوداګران
اوس هم سره له دې چې یو غیرډېموکراتیک حاکمیت پر ولس واکمن دی او له بل اړخه ځینې تنگنظرې، متعصبې او سکتاریستې کړۍ د کرکې او بېلوالي زهر شیندي، خو ولسي درایت دا امکان له منځه وړی چې دا زهر دې اغېز وکړي. ملت لاهم د هغو تفرقو پر وړاندې ودریږي چې د ولس له طبیعي جوړښته راټوکېږي. داسې کسان په ملت کې ځای نه لري، ځکه دوی د افغانانو د ولسي لرغوني وحدت له تاریخ، رېښو او جوړښت څخه بې خبره دي.
د اختلاف پر ځای د تفاهم ځواک
د نن ورځې اړتیا دا نه ده چې اختلافات ژور کړو، بلکې دا ده چې له فکري تنوع، سیاسي تجربو او ټولنیزو تفاوتونو څخه په ملي ګټه استفاده وشي. د ملت ځواک د نفرت په شعارونو نه، بلکې په ګډ ملي لیدلوري، سیاسي عقلانیت او ټولنیز تفاهم کې دی.
افغان ولس نه د کرکې نسخه غواړي او نه د تفرقې شعار؛بلکې د فکري ازادۍ، ټولنیز عدالت او سیاسي ثبات تږی دی. دا هغه مسیر دی چې د افغان ملت د نهماتېدونکي طبیعت او ملي یووالي تسلسل تضمینوي.
موږ باید د ملت پر وحدت باور ولرواو د هغو کسانو له بحثونو، شعارونو او بېمسوولیته تحلیلونو ځان لرې وساتو چې غواړي د افغانانو په منځ کې د بېلتون زهر وشیندي.له دوی باید فاصله واخلو،موږ باید د ولسي اتحاد په تړاو ډاډمن واوسو؛ نو غوره به وي چې خپله ارزښناکه انرژي په رغنده سیاسي انسجام ولګوو.
که خپل ځواک د ګډ ملي فکر، عادلانه نظام او د ټولو لپاره برابر سیاسي مشارکت لپاره ولګوو، نه یوازې دا چې ملت به متحد پاتې شي، بلکې افغانستان او د افغاني ټولنې ټول اقشار به له یو نوي ثبات، عدالت او روښانه سیاسي ثبات سره مخ شي.
ځینې افغانان د طالبانو محدودیتونه او ظلم د "ژوندي پاتې کېدو" یوه وسیله ګڼي. دوی په بېلابېلو مفاهیمو خپلې انساني غوښتنې کنټرولوي. د بېلګې په توګه وايي: «موږ نور انتخاب نه لرو، دا لږ تر لږه امنیت دی.» "د طالب بدیل نشته". دوی د طالبانو د کړنو توجیه کول یوازې د خپل رواني فشار د کمولو لپاره کاروي.
دا رواني حالت د ذهن د دفاعي میکانیزم ښکاره مثال دی، چې قرباني د ظالم ملاتړ د دې لپاره نه کوي، چې دی یې خوښ دی، بلکې ملاتړ د دې لپاره دی چې بل اسان انتخاب نه لري.
۴. د اختیاري ملاتړ احساس
ځینې خلک بیا تېر له اوس سره پرتله کوي او د طالبانو د واکمنۍ د محدودو ښهګټو (لکه لږ امنیت، د فساد مخنیوی) د ملاتړ د دلیل په توګه یادوي، خو نږدې تاریخ یې هېر دی چې د دې ټولو اصل عامل څوک و؟
دا حالت د سټاکهولم سنډروم یوه څرګنده نښه ده، چې پرې اخته شوی خپله نږدې حافظه هم په اختیاري بڼه له یاده باسي او اوسنی جبر توجیه کوي. دلته هم قرباني د خپل ژوند د ژغورنې لپاره له ظالم سره تړاو پیدا کوي.
د سټاکهولم سنډروم خطرونه
که څه هم سټاکهولم سنډروم یوه رواني ناروغي ده او په نږدې وخت کې یې زیان نه شي حس کېدلی، خو په اوږدمهال کې په ټولییز ډول د ناورینونو زېږېدونکی حالت دی، چې پرې اخته شوی انسان پرې نه پوهېږي.
دا ناروغي لاندې پایلې لري:
ظلم او زور ته مشروعیت ورکوي
د مدني مقاومت او بدلون اراده کمزورې کوي
د ټولنې انتقادي فکر له منځه وړي
د ظالم نظام د پراختیا لپاره ټولنیز پوښ ورکوي
که چېرې ټوله ټولنه له دې حالت سره عادت شي، نو د افغانستان راتلونکي نسلونه د ټولنیز، سیاسي او فکري ظلم لاندې پاتې کېدای شي.
یوې بلې مسلې چې د سټاکهولم سنډروم د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړې، هغه د جمهوري دولت له سقوط وروسته د نږدې اتو میلیونو افغانانو له هېواده وتل وو. په افغانستان کې پاتې خلک دا فکر کوي، چې له هېواده وتل بدلون تضمینوي او په هېواد کې دننه مخالفت ناشونی دی، ځکه خو پر دوی پخواني حاکمان له هېواد څخه ووتل.
د ننني افغانستان په ایینه کې دا چې افغاني ټولنه له سټاکهولم سنډروم ساتل شوې او که پرې قصدي اخته شوې، د جمعي بحثونو د محور په توګه یې شرحه اړینه ده.
لیکوال: شاه محمود میاخېل
پاکستان د غلطو او مغرضانه پالیسیو له امله افغانستان او سیمه، د ګیچتوټ سیمه ایزه ډیلما تر منځ راښکیل کړې ده. په دغه لیکنه کې د دغه ګیچتوب په یو څو بیلګو رڼا اچول شوې ده.
د پاکستان داخلي وضعیت او د بهرنۍ پالیسیو ډیلما:
د پاکستان داخلي وضعیت د امنیتي، اقتصادي او سیاسي جدي ستونځو سره مخامخ دی. د سیمې د ځینو څارونکو له قوله، د پاکستان دریمه حصه جغرافیه د مسلحو مخالفینو لکه ټي ټي پي، د بلوڅو د ازادي بښونکو نهضت، لبیک او نورو ډلو د کنترول او یا نفوذ ساحه ده چې د پاکستان د پوځیانو سره په جګړه کې ښکیل دي. همداشان د پاکستان ولس لویه برخه چې د عمران خان د ډلې نه نیولې تر بلوڅو، د پښتون تحفظ مومنټ، په سند کې مهاجر او نور، د پاکستان د پوځ د پالیسیو سره مخالف دي. د پوځ او هم امنیتي ادارو لپاره دا ګرانه ده چې د پاکستان دا ستونزې د پوځې عملیاتو او د خلکو د ځپلو له لارې حل کړي. په دې توګه، د پاکستان پوځ د خپلو غلطو پالیسیو له امله هر ورځ خپل کنترول د لاسه ورکوي.
د پاکستان اقتصادي وضعیت د بل هر وخت نه زیات د رکود او سقوط سره مخامخ دی. د روان کال د جون په میاشت کې د پاکستان قرضه تقریبا ۲۸۷ میلیارده ډالرو ته رسیدلې چې دا د پاکستان د مجموعي خالص عاید، اویا سلنه تشکیلوي. د یو هیواد قرضه چې د ۱۵ سلنې نه اضافه کیږي، هغه هیواد د جدي اقتصادي ستونځو سره مخامخ کیږي حال دا چې د پاکستان قرضه اویا سلنې ته رسیدلې او دا قرضه لا هره میاشت نوره هم زیاتیږي.
د پاکستان د پوځ مشران، په عوض د دې چې په خپلو امنیتي، سیاسي او اقتصادي پالیسیو کې د پاکستان د ولس په ګټه بدلون راولي، په دې لټه کې دي چې څنګه خپل قدرت ټینګ کړي. اول یې د پو ځ مشر ته د فیلد مارشالې رتبه ورکړله بیا یې د قدرت د ټینګیدو لپاره د پاکستان په اساسي قانون کې غیر قانوني تغیر راوست چې د پوځ د مشرانو قدرت نور هم اضافه کړي. د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر لکه د طالبانو د تحریک غوندې د امیر المومنین مرتبې ته اوچت کړ. د دې امتیازات به ټول عمر وي او د هر نوع عدلي او قضایي تعقیب نه به مبرا وي.
په بهرني سیاست کې، پاکستان په تیرو څو لسیزو کې د غرب، عربو او چین نه د سوړ جنګ په وخت کې او هم د تروریزم په نوم د امریکا نه بیلابیلې پروژې واخستلې، خپل اقتصاد یې پرې وچلوه، بیلابیلې ډلې او اشخاص یې تقویه او حمایه کړل چې د افغانستان حکومتونه ضعیفه او په کابل کې خپل تحت الحمایه ډلې په قدرت ورسوي. پاکستان په دې بریالی شو چې خپل تحت الحمایه ګروپونه لکه مجاهدین او طالبان قدرت ته ورسوي خو خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ونه رسید. ځکه نه مجاهدینو او نه طالبانو د پاکستان شرایط قبلولې شول چې افغانستان به د انګلیسانو د وخت پالیسي غوندې، په داخلي سیاست کې ازاد، خو بهرنۍ پالیسي او روابط به د اسلام اباد له لارې تنظیموي، د افغانستان طبیعي منابعو او اوبو ته به لاسرسې لري او هم به افغانان د ډیورند د فرضي کرښې د داعیې نه تیریږي.
د پاکستان او د سیمې ټولو هیوادونو غلطه پالیسي دا ده چې په افغانستان کې ضعیفه او داسې حکومت غواړي چې د دوی هرې غوښتنې ته لبیک ووایي. ضعیفه حکومتونه رامنځ ته شول او اوس هم طالبان د حکومتولې په هکله په ضعیفه موقف کې دي خو د افغانانو حکومت که هر څومره ضعیفه هم شي، د پاکستان ګوډاګیتوب قبلولې نشي. ضعیفه افغانستان، که د افغانانو په ګټه نه و او نه دی، د سیمې د هیوادونو په ګټه هم نه دی.
د تیر تاریخ تجربه هم دا ده چې د خلق دیموکراتیک ګوند د راتګ نه وروسته او د جګړو د پیل نه، او هم د مجاهدینو د داخلي جنګونو له امله په میلونونو افغانان ایران او پاکستان ته کډه شول. په سیمه کې افراطي ډلې په بیلابیلو نومونو تقویه شولې، اوس د پاکستان، افغانستان او سیمې لپاره د دغه ډلو موجودیت یو لوی سرخوګې جوړ کړیدی.
د پاکستان د پوځ مشرانو او د پاکستان لومړي وزیر، شهبار شریف چې یوازې پوځ ته وفاداره حکومت دی، ښکته او پورته منډې وهي او په دې لټه کې دي چې بیا د سوړ جنګ او یا هم په تیرو دوه درې لسیزو کې د تروریزم په نوم د جګړو غوندې، د امریکا او یا عربي هیوادونو نه کومه پروژه تر لاسه کړي، تر څو دوی پرې خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونځې حل کړي. خو د دنیا حالت وضعیت په هر لحاظ تغیر شوې او پاکستان د پخوا په شان غرب ته جیوستراتیژیک اهمیت نه لري.
په دې اساس پاکستان غواړي چې په سیمه کې اړو دوړ جوړ کړي تر څو د خپل ولس توجه د هیواد نه باندې ستونځو ته واړوي او د خپلو غلطو پالیسیو ملامتیا په نورو واچوي . له یوې خوا به پاکستان وکړې شي چې د کوم ځای نه کومه پروژه تر لاسه کړي او له بله اړخه به پوځ هم خپل د قدرت واګې وساتلې شي. د درېواړو مؤخو لاسته راوړل د پاکستان لپاره اسانه کار نه دی ځکه ولس معلوماتو ته لاسرې لري او د پخوا په څیر د پوځیانو روایتونه د ولس لپاره قابل د قبول نه دي. همدا علت دی چې د عمران خان په نیولو سره، نا رضایتي د خیبر پښتونخواه، بلوچستان او سند نه بر سیره، د پنجاپ اطرافونو ته هم رسیدلې ده.
پاکستان د هند سره لنډه جګړه وکړله خو د جګړې دوام د دواړو هیوادونو په ګټه نه و او هغه ودرید او صرف پاکستان پوځیانو د خپل ځان لپاره کاذب روایت جوړ کړ چې دوی هند ته سخت ځواب ورکړ. همداشان پاکستان د افغانستان په پایتخت، کابل، کندهار او پکتیکا کې بې هدفه هوایي بریدونه وکړل خو د جنګ دوام د پاکستان لپاره ګټور نه و او خبره یې خبرو اترو ته واړوله چې هغه خبرې هم تر اوسه د ناکامې سره مخامخ دي. د طالبانو او د پاکستان د پوځ د امیر المومنانو تر منځ خبرې نورې هم ترینګلې شویدي. د دغه حملو له امله پاکستان ونشو کړې چې داسې روایت جوړ کړي چې ولس د طالبانو په ضد راپاڅیږي او یا دوی نړیوالو ته وښایي چې د تروریزم ځالې په افغانستان کې دي او خپل ځان د ملامتیا نه خلاص کړي.
د افغانستان په هکله دا د لمر غوندې واضحه حقیقت دی چې د پاکستان پوځیانو په تیرو پنځو لسیزو کې نیابتي افراطي ډلې تقویه کړي،وروزلې او هغه یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره د افغانستان او هم په سیمه کې د نورو هیوادونو په ضد استعمال کړلې. د دغو ډلو لست اوږد دی. د مجاهدینو د ډلو نه نیولې تر طالبانو، او همداسې القایده، لشکر طیبه، داعش او نورې ډلې. د نړیوال سوړ جنګ او یا د تروریزم په نوم د امریکا جګړو نه پاکستان پوره استفاده وکړله او هغه څه چې خوړلي شول، هغه یې نوش جان کړل، خو اوس پاکستان د خپلو تیرو غلطو ستراتیژیکو پریکړو له امله، پخوانې خوړل شوې ګټې هضمولې نشي او لوړ قیمت به ورکوي چې د دغه اور تاثیرات نه یوازې پاکستان ته بلکې د سیمې لپاره به ډیر په لوړه بیه تمامیږي.
د افغانستان داخلي وضعیت او طالبانو د بهرنۍ پالیسیو ډلیما:
افغانستان هم د پاکستان غوندې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونخو سره مخامخ دی. په سیاسي لحاظ، د افغانستان حکومت نړیوال او ولسي مشروعیت نه لري او نشي کولې چې په نړیوال ستیج، د افغانستان د ملي ګټو نه دفاع وکړي. ولس که څه هم د پاکستان په ضد ودریدل خو دا دوام دایمي نه دی ځکه د طالبانو په پالیسیو کې هیڅ ډول تغیر رامنځته کیدونکې نه دی. زما په اند، که طالبان په خپلو داخلي پالیسیو کې تغیر رانه ولي، په راتلونکې کې به د ولس د ملاتړ غبرګون د تیر په څیر نه وي.
په اقتصادي لحاظ هم افغانستان د تجارت د کمښت، د پاکستان سره د تجارتي ستونځو او هم د نړیوالو د مرستو د ودریدو له امله د جدي ستونځو سره مخامخ او اقتصادي وضعیت کال په کال خرابیږي. په امنیتي لحاظ هم اکثره راپورنه چې د داخل نه مستقلې ادارې تر لاسه کوي، امنیتي او جنایي پېښې د جمهوریت د دور نه زیاتې دي او کمې نه دي. طالبان فقط د پاکستان د پوځ غوندې غواړي چې قدرت د ټوپک په زور وساتي او حتی په خصوصي مجالسو کې د طالبانو ځیني افراطي مشران وایي چې دوی کولې شي چې ولس لس کاله نور هم وزبیښي او خپل حکومت پرې وکړي. افغانستان کې هم طالبان د پاکستان د پوځ د مشر امیر المومنین غوندې غواړې چې د امیر المومنین هره پریکړه له چون او چرا باید ټول ولس ومني که میچنې هم په خلکو ګرځوي، خلک باید آه او فریاد ونه کړي ځکه د امیر المومنین مخالفت د اسلامي امارت مخالفت او د اسلامي امارت مخالفت، د پیغمبر او خدای مخالفت دی. زما په اند، که د طالبانو لخوا د ولس د زبیښولو پالسي همداسې دوام وکړي، د ګاونډیانو د مداخلو، فقر او بیکارې له امله، موجود فزیکي امنیت هم له منځه ځي.
سیمه ایزه او نړیواله ډلیما:
د پاکستان د غلطو پالیسیو او هم د طالبانو د موجوده کړنلارې له امله، افغانستان، پاکستان او سیمه د جدي ډیلیما سره مخامخ ده. که طالبان په قدرت پاتې کیږي، د طالبانو پالیسي هم د افغانانو لپاره او هم د نړیوالو لپاره د قبول وړ نه ده. فقر او افراطیت ورځې تر بلې اضافه کیږي او دا پخپله په افغانستان او سیمه کې تشنج رامنځته کوي. که طالبان له منځه وړل کیږي، د جنګ لاره عملي نه ده او عواقب یې د ګاونډیانو او سیمې لپاره نور هم خطرناکه کیږي.
ولې د جنګ لاره عملي نه ده؟ ځکه د طالبانو د تیر ځل راپرځولو کې، امریکا د خپل عکس العمل او غچ اخستلو لپاره د ملګرو ملتونو هوکړهاو هم د شرق او غرب د ټولو هیوادونو ملاتړ تر لاسه کړ. د طالبانو رژیم یې رانسکور کړ. امریکا پوځي قوت، امکانات او سیاسي ارادهدرلوده چې د طالبانو د سقوط نه وروسته د نوي حکومت د جوړیدو لپاره د بن د ولسواکۍ پروسه په لاره واچوي. البته هغه وخت هم پهداخل د افغانستان کې او هم په سیمه کې د هغې پروسې مخالفین و خو چا علني مخالفت نشو کولې.
که د بن نیمچه پروسه عملي هم شوله خو هغه د امریکا د فشار نتیجه وه. د ایران په شمول، روسیې او چین هم د امریکا سره همغږي او حتیپه ډیرو مواردو کې مرسته وکړله. دا ځل د طالبانو خپله اداره او هم د سیمې او دنیا حالت او هم د افغانانو غوښتنې او ګټې ډیر سره توپیرلري. په پوځي لحاظ د سیمې هیڅ یو هیواد نه دا قدرت او نه امکانات لري چې د طالبانو مخالفین دومره مسلح کړي چې طالبان پرېراوپرځوي. د مستقیې مداخلې عواقب هم د سیمې هیوادونو ته به په ډیره لویه بیعه تمامیږي. که مداخله ونه کړي او حالات همداسې دوامکوي، افراطيت به په سرعت سره په سیمه کې خپریږي او د سیمې هیوادونه د خپلو تیرو ناکامو او مغرضانه يالیسیو قرباني به اوس ورکوي.پاکستان، غواړي چې افغانستان او سیمه په جنګ کې ښکیل کړي او خپلې پروژې د یو ضعیفه افغانستان په موجودیت کې تر لاسه کړي. په دې خاطر، د طالبانو په موجودیت کې پاکستان د سیمې لپاره یې یو لویه ډیلما جوړه کړیده.
نتیجه:
په افغانستان کې د جمهوریت د راتګ سره یو فرصت پیدا شوې و چې افغانستان په خپلو پښو ودریږي. د افغانستان د ثبات سره، سیمې هم ګټه کوله خو پاکستان او هم ایران خپلو زړو پالیسیو ته دوام ورکړ او د جمهوریت د سقوط لپاره یې طالبان تقویه کړل.
په دې توګه، د یو هیواد ستونزې د مارشالې او فیلډ مارشالې په رتبو خوندي کیدلې نشي بلکې د پالسیو په اصلاح خوندې کیدلې شي. له بده مرغه د پاکستان پوځیانو تر اوسه پورې دا اراده نه ده ښودلې چې د افغانستان په وړاندې خپلو مغرضانه پالیسیو کې تغیر راولي او ضعیفه افغانستان غواړي.
افغانستان کې هم د طالبانو په پالیسیو کې تغیر نه لیدل کیږي. اکثریت افغانان او هم د طالبانو ډیر مهم لوړ پوړي مشران چې حالات څیړي، دکندهار د مشرانو د فکر او حکومتولۍ د طرز سره موافق نه دي خو هغوي هم په موجوده وضعیت کې اسانه لار نه ویني ځکه که طالبان پهخپلو منځو کې د داخلي کشمکشونو سره مخامخ شي، وضعیت نور هم خرابیږي.
مشکل د طالبانو او هم د نورو تیرو رژیمونو دا و چې د قدرت لاسته راوړلو لپاره د جنګ یا کودتاه ګانو له لارې د بهرنیانو په حمایت، ستراتیژي درلوده، خو د ښې حکومتولې لپاره یې تګلاره او اجندا نه درلوده چې ولس په پریکړو کې شریک کړي تر څو د افغانستان سیاسي،عدلي او قضایي، اقتصادي، امنیتي او اداري موسسات تقویه شي. که ولس په پریکړو کې دخیل نه وي، نفې شي او موسسات هم تقویه شوينه وې، نو بیا یو څو کسه د کوټې په قونج کې په پټه د خپلو ګټو د ساتلو لپاره پریکړې کوي او د داسې پریکړو پایلې همیشه ښه نه وي. زما په اند، ولس په زبېښولو نه اداره کیږي بلکې د قانون په چوکاټ کې د ښې حکومتولې په نتیجه کې اداره کیږي.
د طالبانو د تیر دور مشکل همدا و او اوسنې مشکل هم دا دی چې د ښې حکومتولې داصلي تعریف په بنیاد، فرموله نه لري. په ۲۰۲۱ز کالاکتوبر میاشت کې ما په یوه مقاله کې ولیکل چې جنګ د طالبانو لپاره اسانه کار و، خو حکومتولي ورته مشکله ده.
تیر ځل جدا حالت وخو که دا ځل که طالبان پاشل کیږي، سیمه د نوو افراطي ډلو او نیابتي رقابتونو سره مخامخ کیږي. لکه د جمهوریت په وخت کې ځینې سیاسي مخالفینو غلط فکر کاوه چې په راتلونکې کې به دوی د حکومت برخه وي، همداسې طالبان هم غلط فکر کوي او راتلونکې تحولاتو کې به دوی د قدرت برخه نه وي بلکې نورې افراطي ډلې به قدرت نیسي. دا حالت د افغانستان د ولس، پاکستان، سیمې او هم پخپله د طالبانوپه ګټه نه دی.
زما په اند، اول سیمه د افغانستان په هکله په خپل طرز تفکر او پالیسیو باندې جدي فکر وکړي چې ایا د دوی ګټې د یو با ثباته، قانونمنداو مشروع نظام په چوکاټ کې به خوندي وي، یا دوی خپلې ګټې په یو ضعیفه، غیر قانونمند او غیر مشروع نظام په چوکاټ کې غواړي؟تاریخ په تیرو پنځو لسیزو کې ثابته کړله چې هیڅ نیابتي ډله د دوی اوږدمهالې ګټې نشي خوندي کولې. په دې خاطر، د طالبانو په ضد نورې نیابتي ډلو تقویه کول څه ګټه نه لري.
طالبان هم باید د تیر تاریخ نه عبرت واخلي چې د دوی دا حاکمیت په دې ډول هیڅکله دوام نشي کولې او پخپله نیابتي جګړو او رقابتونو ته زمینه مساعدوي او مسوولیت یې د دوی په غاړه دی. د دې ځل د سقوط سره به سیمه هم د دیګ بخار د انفجار غوندې سقوط کوي او دا حالت د هیچا په خیر نه دی.
داسې نظام چې اساسي قانون ونه لري، ولس په پریکړو کې شریک نه وي، مشر یې څوک ونه ویني او هره ورځ د نامعلوم ادرس نه د ولس د ګټو په ضد فرمانونه صادروي او هغه فرمانونو ته اسلامي رنګ ورکوي، څه ګټه نه لري او دوی به هم په دغه راتلونکې اور کې یو ځل بیا سوځي.
ښه به دا وې چې هم طالبان، هم د طالبانو سره مخالف فکري حرکتونه او هم د سیمې هیوادونه باید په افغانستان کې د قانوني او مشروع نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي. دلته هدف دا نه دی چې وزارتونه او ولایتونه سره تقسیم شي بلکې د قانون په چوکاټ کې د نظام د مشروعیت د پروسې لپاره لاره هواره شي تر څو د نفې او انحصار د قدرت سیاست له منځه لاړ شي او ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې په شریکه سره ژوند وکړي.
که دا پروسه نه وي او م زرما ټوله زما وي، بیا هم نتیجه نه ورکوي. د خلق دیموکرایتک ګوند چې ولس نفې کړ او یوازې یو حزبي حکومت یې غوښته، د شوروي اتحاد د حمایت سره سقوط وکړ. مجاهدینو هم دطالبانو غوندې ویلې چې دوی شوروي اتحاد امپراطورې ته ماتې ورکړې، خو د ښې حکومتولې لپاره یې فرموله نه درلوده او ولس یې نفې کړ، څه ګټه ونه کړله او د مجاهدینو مشران د ولس او نړۍ په منځ کې د ټولو نه زیات بدنامه مشران دي. طالبانو تیر ځل هم ولس نفې کړ، څه نتیجه یې ورنکړله. جمهوریت کې د بن په پروسه کې د طالبانو نفې کول او نشتون هم راتلونکو نیابتي جنګونو ته زمینه مساعده کړله او پایله یې د نظام سقوط شو. طالبان په هیڅ ډول د تیرو رژیمونو او ډلو نه قوي نه دي. دوی ولسي او نړیوال مشروعیت هم نه لري او م زرما ټوله زما غواړي او نشي کولې چې ټول ملت نفې کړي نو بقا هم نه کوي.
طالبان دوه ځله په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي؛ خو دواړه دورې یې د کورنیو، سیمهییزو او نړۍوالو کړکېچونو له سیوري سره مل وې.
د نومبر ۱۳مه د طالبانو د لومړۍ دورې د سقوط ورځ ده، هغه دوره چې د نړۍوالې مداخلې او سقوط له انجام سره مخ شوه.
د طالبانو دویمه دوره چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه پیل شوه، بیا له پاکستان سره له ډېرې نېږدې دوستۍ شروع او اوس د ژور کړکېچ تر سیوري لاندې روانه ده.
لومړۍ واکمني (۱۹۹۶–۲۰۰۱): د سخت دریځۍ او نړۍوالې انزوا دوره
کله چې طالبانو د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې کابل ونیو، دوی د "امنیت او شریعت" شعار پورته کړ او همدا لامل شو چې ګڼو عامو خلکو یې ملاتړ وکړ او طالبان یې د سولې پرښتې وبللې، خو ډېر ژر یې د سختو مذهبي تګلارو له امله د سیمهییزو او نړۍوالو مخالفتونو څپه راپورته کړه. په دې موده کې طالبانو یوازې له درېیو هېوادونو — پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو — سره رسمي او دوستانه اړیکې لرلې، نورو ټولو هېوادونو یې له رسمیت پېژندنې ډډه کوله.
افغانستان د نړۍوالې انزوا سربېره له ګڼو اقتصادي، سیاسي او سیمه ییزو کړکېچونو سره مخ شو او هم په کور دننه د احمد شاه مسعود په مشرۍ له مقاومت جبهې سره په جګړه واوښتل.
که څه هم د طالبانو لومړۍ دوره له اقتصادي او سیاسي اړخه په نړۍوال کچ له ډېر شدید منفي فکر سره مخ وه، خو په سیمه ییزه کچه یې له پاکستان پرته بل هېڅ ملګری نه لاره او له نورو نېږدې ګاونډیانو سره یې اړیکې ترینګلې وې.
له ایران سره کړکېچ
ایران د طالبانو له سني سخت دریځۍ سره مذهبي اختلاف درلود او د دوی حکومت یې په رسمیت ونه پېژند. طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ۱۹۹۸ کال د مزار شریف پېښه، چې پکې د ایران نهه ډېپلوماتان ووژل شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې خطر زیات کړ.
له دغې پېښې وروسته اړیکې دومره ترینګلې شوې چې ایران د افغانستان پولې ته خپل نظامي تجهیزات هم انتقال کړي وو او نېږدې وه چې په مستقیمې جګړې لاس پورې کړي، خو په وروستیو شېبو کې یې پلان بدل او له مستقیمې جګړې یې د شمالي ټلوالې ملاتړ غوره وباله، چې دغه ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړه لا اوږده او پېچلې کړه. د ایران له خوا د سوداګریزو لارو تړل، د تېلو کمښت او د اقتصادي بندیزونو اغېزې د افغانستان اقتصاد لا پسې کمزوری کړ.
هند او د طالبانو لومړۍ دوره
د طالبانو په لومړۍ دورې کې د پاکستان او طالبانو اړیکې له بل هر چا غښتلې، نېږدې او د خوږو ملګرو په توګه تعبیرېدې او هند د طالبانو او پاکستان د نږدې اړیکو له امله جدي اندېښمن و، ځکه دا اړیکې د هند د امنیتي او سیمهییزو ګټو لپاره ګواښ ګڼل کېدې.
هند د شمالي ټلوالې مالي او لوجستیکي ملاتړ وکړ ترڅو د طالبانو نفوذ محدود کړي. دا ملاتړ د افغانستان په شمالي سیمو کې د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ د جګړې د دوام یو بل عامل و، چې هند د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره اړین ګاڼه.
همدارنګه، د روسیې د سرحدي امنیت د خوندي ساتلو لپاره پوځي تمرینونه ترسره شول او د استخباراتي معلوماتو تبادله د طالبانو پر ضد وکارول شوه.
د منځنۍ اسیا هېوادونه او طالبان
د منځنۍ اسیا هېوادونو، لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان، د روسیې په مشوره د امنیتي تړونونو او ګډو پوځي تمرینونو له لارې هڅه وکړه چې د طالبانو مذهبي سخت دریځي او نفوذ محدود کړي.
د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پولې د امنیتي ځواکونو له خوا کلکې ساتل کېدې، د شمال ټلوالې سیاسي دفترونه، کورونه او روزنیز مرکزونه په تاجکستان کې مستقر شول او د تاجکستان استخباراتو یوه ځانګړې برنامه پیل کړه چې د طالبانو له خوا د سیمهییزو ځوانانو د مذهبي توندلارۍ د جذب مخه ونیسي.
د دغو اقداماتو پایله دا شوه چې افغانستان له سیمهییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکارۍ محروم شو. د منځنۍ اسیا لارې چې د تیلو، ګاز او نورو سوداګریزو توکو د لیږد لپاره مهمې وې، وتړل شوې او د هند د ځینو اقتصادي پروژو لکه د انرژۍ د انتقال پروژې (TAPI) فعالیتونو ته هم زیان ورسید.
له امریکا سره کړکېچ او د واک پای
امریکا د ۱۹۹۸ کال د نایروبي او دارالسلام بریدونو وروسته له طالبانو غوښتل چې اسامه بن لادن وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړه. له دې وروسته د طالبانو او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې او د سپټمبر ۱۱ (۲۰۰۱) بریدونو وروسته امریکا د نړۍوال ایتلاف په مشرۍ پر افغانستان برید وکړ.
دې جګړې په څو اوونیو کې طالبان له واکه وغورځول. په ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۳مه، کابل سقوط وکړ او د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو لومړۍ واکمني پای ته ورسېده. طالب مشران بیا د ختیځو غرنیو او قبایلي سیمو پر لور لاړل او د وزیرستان په ګډون، باجوړ، پېښور، اکوړي، کوېټه او بېلابېلو سیمو کې مېشت شول.
دویمه واکمني (۲۰۲۱–تر اوسه): له پاکستان سره کړکېچ
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د امریکا له وتلو وروسته یو ځل بیا کابل ته داخل شول او واک یې ترلاسه کړ. خو دا ځل، د نړۍوالې انزوا پر ځای، د دوی اصلي کړکېچ د پاکستان سره دی، هغه هېواد چې د طالبانو د پخواني ملاتړ اصلي سرچینه ګڼل کېده.
که څه هم طالبان لا هم په نړۍوال کچ رسمیت نه لري او یوازې روسیې یې حکومت په رسمیت پېژندلی خو د سیمې له ګڼو هېوادونو سره غیر رسمي ډېپلوماتیکې اړیکې لري.
دا ځل طالبان د خپلو ټولو هغو پخوانیو دښمنانو سره دوستي لري، چې د کړکېچ یو ځانګړی تاریخ یې ورسره لاره؛ روسیې چې د طالبانو پر وړاندې یې د شمال ټلوالې مقاومت تمویل کړ له طالبانو سره رسمي اړیکې جوړې کړې دي.
له ایران سره هم د طالبانو د دویمې واکمنۍ په دویم کال اړیکې یو څه ترینګلې وې، د اوبو د وېش مساله یوه له جدي مسالو څخه وه، چې د دواړو لوریو له خوا توندې څرګندونې هم وشوې خو د دواړو خواوو اړیکې ډېرې ژر بېرته عادي شوې.
له تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې تر ډېره سوداګریزې او نیمه رسمي ډېپلوماتیکې دي چې د طالبانو د حکومت له پیله تر اوسه په دغو اړیکو کې رغنده بدلون راغلی دی.
دا هغه کسان دي چې ډیری برخه یې په لویدیځو هیوادونو، متحده ایالاتو، انګلستان او اروپا کې ژوند کوي، او د پاکستان سره په جګړه کې یې د طالبانو د سایبر ځواک د یوې برخې په توګه کار کاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مخابراتو وزارت د فیسبوک، انسټاګرام او ایکس په څیر پلیټ فارمونو کې ځینې منځپانګې فلټر کوي، خو د دې ډلې د رسنیو فعالین په همغږي او سیستماتیک ډول په خواله رسنیو کې انلاین وي. تر څو داسې اوازې او انګېزې رامینځته کړي چې د ملي عزت، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ورته ارزښتونو تر نوم لاندې دا ګټور احمقان له ځان سره یو ځای کړي.
په سیاست کې د «ګټور احمق»یا «ګټور ناپوه»اصطلاح هغو کسانو ته کارول کېږي چې په ناپوهۍ سره د یوې ډلې لپاره پرته له هغې چې پوه شي تر شا یې څه موخې دي په تبلیغاتي ډول عمل کوي. دا اصطلاح په لومړی ځل لینن ته منسوب شوه، چې هغه به په لویدیځ کې د هغو لیکوالانو او مفکرینو لپاره کاروله چې د شوروي اتحاد ستاینه به یې کړله.
په خواله رسنیو کې د طالبانو دا شبکې د ورځني وضعیت او تودو مسایلو پر اساس عمل کوي. هرکله چې د دې ډلې مخالفین کومه غونډه یا بیان ورکوي، دا تبلیغاتي ماشین په سیستماتیک ډول پر دوی برید کوي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستي تاوتریخوالي کې د دوی رول تر بل هر وخت ډیر لیدل شوی دی.
دوی د طالبانو خبرې پیاوړې کوي او مخالفین د مستعار نومونو، قومي هویتونو، ژبو، یا حتی د ښځو د نومونو او عکسونو په کارولو سره په نښه کوي. دا بریدونه ډیری وختونه د سختو او غیر اخلاقي ادبیاتو سره مل وي.
په ځینو مواردو کې، طالبانو د بهرنیو چارواکو په نوم جعلي پیغامونه هم خپاره کړي دي، د مثال په ډول د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په نوم د پیغام خپرول او حتی زلمی خلیلزاد هم یو ځل دغه جعلي کمپاین کې په نښه شوی و.
د اکتوبر په میاشت کې طالبانو پورې تړلو حسابونو د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره یوه جعلي ویډیو خپره کړه، په ویډیو کې داسې ښکاریده چې د روسیې ولسمشر د پاکستان په وړاندې د طالبانو ملاتړ کوي. په کابل او اسلام اباد کې د روسیې سفارتونو دا ویډیو جعلي وبلله، خو دا اقدام د پاکستان د سیاسي فشار پر وړاندې د طالبانو د ستراتیژۍ یوه برخه وه.
له دې پیښو وروسته، د پاکستان حکومت له ایکس خواله رسنۍ څخه وغوښتل چې طالبانو پورې تړلي څو حسابونه وتړي.
د پاکستان سره له تاوتریخوالي وروسته طالبانو ټولنیزې رسنۍ د پاکستان په وړاندې د تبلیغاتي جګړې په ډګر بدلې کړې. طالبانو پورې تړلو پاڼو په کلکه د پاکستان ضد ملتپالنې احساساتو ته لمن ووهله. د دوی د ادبیاتو ملاتړ د پخواني حکومت سره تړلو ځینو چارواکو او شخصیتونو هم وکړ چې یو وخت یې د طالبانو د ملاتړ لپاره پر پاکستان سختې نیوکې کولې.
د طالبانو مشرانو هڅه وکړه چې د خپلو تندو او پاروونکو بیانونو او منظمو تبلیغاتو سره د پاکستان په وړاندې د خلکو غوسه راوپاروي. افغانان په تاریخي لحاظ د پاکستان په وړاندې حساس دي، ځکه چې په څو لسیزو کې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې پالیسۍ او د هند په څیر هیواد سره د سیمه ایزې سیالۍ له امله په ټولنه کې د پراخې بې باورۍ فضا او جګړه رامینځته کړې ده.
پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان په خاوره کې دترهګرو ډلو پټنځایونه دي او د دوی مخالفین د طالبانو لخوا د چمتو شویو پټنځایونه کار اخلي. طالبانو هڅه وکړه چې د پاکستان سره جګړې ته تاریخي او ملي رنګ ورکړي او د ډیورنډ کرښې او د پاکستان د پخوانیو پالیسیو مسله روښانه کړي. طالبانو غوښتل وښيي چې دا کړکیچ د افغانستان او پاکستان ترمنځ دی، نه یوازې د دوی او پاکستان ترمنځ.
طالبانو هم په ایران د اسراییل د برید تبلیغاتي روایت په څېر هڅه وکړه چې وروستۍ شخړه په افغانستان باندې د پاکستان د برید په توګه انځور کړي ترڅو د پاکستان ضد احساساتو څخه ګټه پورته کړي.