د راپورونو له مخې، له پوځي پلوه د طالبانو رژیم ډېر ژر ونړېد، ځکه چې دوی له یوې خوا د نړۍوال اېتلاف له پرمختللو هوایي او استخباراتي بریدونو سره مخامخ شول او له بلې خوا د شمالي ټلوالې ځمکني ځواکونه پر کابل او نورو ستراتیژیکو سیمو ورننوتل. د طالبانو د رژیم دننه هم بېباوري، اقتصادي کمزورتیا، نړۍوال انزوا او د مشروعیت نشتوالی د سقوط د مهمو لاملونو څخه و. له سقوط وروسته د طالبانو ډېری مشران سوېلي سیمو په ځانګړې توګه کندهار او بیا پاکستان ته وتښتېدل او د څو کلونو وروسته یې بېرته له همدې ځایه د بیا راټولېدو هڅې پیل کړې.
د طالبانو د تحریک پیل په ۱۳۷۱ لمریز – ۱۹۹۲ زېږیز کال کې د ډاکټر نجیب د واکمنۍ له سقوط او په هېواد کې د تنظیمي جګړو له پیلېدو سره سم، د طالبانو بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر مجاهد وسله کېښوده او د کندهار د میوند ولسوالۍ د سنګیسار سیمې په یوه دیني مدرسه کې یې زده کړې پیل کړې.
خو د واک پر سر د مجاهدینو د خپلمنځیو جګړو او ګډوډیو وروسته ملا محمد عمر مجاهد د ۱۹۹۴ زېږیز کال د جون په ۱۳مه له خپلو یو شمېر ملګرو سره د سنګيسار په جومات کې سره راټول او د روانو ګډوډیو او ناخوالو پر ضد د يوه اصلاحي غورځنګ پر جوړېدو سلا وکړه او په سبا یې له شاوخوا مدرسو ۵۲ نور طالبان هم د ځان ملګري کړل.
ملا محمد عمر مجاهد د ۱۳۷۵ل کال د وري په۱۶مه په کندهار کې د افغانستان د علماوو په یوې ستره غونډه کې چې بیا ورته د «اميرالمومنين» لقب هم ورکړل شو، وویل: «د ۱۹۹۴ د جون په ۱۴مه مو دوه موټروانان هم برابر کړل او په لس بجې مو حاجي بشير ته سړی ولېږه، له هغه مو دوه موټر او يو څه وسله وغوښتله، هغه موټر او وسله راکړه، موږ د کندهار-هلمند ترمنځ د ميوند ولسوالۍ مرکز ته راغلو او هلته مو نور کسان هم برابر کړل، چې ډېر شو، نو وسلې مو واخیستې او له خپله ځايه په پنځه میله فاصله کې مو خپل کار شروع کړ.»
د ملا محمد عمر په مشرۍ طالب وسلهوالو په لومړي سر کې د کندهار میوند ولسوالۍ ونیوله او ورسره یې د کندهار- هلمند ترمنځ لاره کې پاټکونه لهمنځه یوړل. په دې وخت کې مولوي عبدالصمد او ملا محمد عمر په ګډه کار کاوه، ملا عمر جنګي مشر و او نوره مشري د عبدالصمد پر غاړه و، خو له جنګي چارو ۸ ورځې وروسته د میوند او ژېړۍ ولسوالۍ تر منځ په سپین جومات کې یوه غونډه راوبلل شوه او د ملا نورالدین ترابي (اوس د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر دی) په ملاتړ او ټینګار سره ملا محمد عمر مجاهد د دغې ډلې د «امیر» په توګه غوره شو.
د «ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان» کتاب لیکوال او د ملا محمد عمر ویاند عبدالحی مطمین په خپل یاد کتاب کې وايي، د سپین بولدک له نیول کېدو وروسته طالبان مشهور شول او ورسره جوخت «پاکستان مېشتي دیني زدهکوونکي هم د طالبانو مرستې ته رامات شول او د کندهار د نيولو پر مهال ډېری نوي طالبان هم راجذب شوي وو.»
په لومړي ځل د کندهار نیول په کندهار کې دوه وسلهوالې ډلې یو یې د حزب اسلامي د قومندان عطامحمد چې په سرکاتب مشهور و په مشرۍ او بل یې ملا نقیبالله اخوند په مشرۍ حاکمې وې، سرکاتب په جګړه کې ماتې وخوړه او ملا نقیب بیا له طالبوسله والو سره یو ځای شو او د ۱۹۹۴ د نومبر پر ۱۵مه کندهار ښار د طالب وسلهوالو لاس ته ولوېد. طالبوسلهوالو د کندهار له نیولو وروسته د هلمند او کابل پر لوري جګړې پیل کړې. دغې وسلهوالې ډلې په یوې خوا کې هلمند او په بله خوا کې زابل هم ونیول. دوی د ژمي موسم کې د غزني شاوخوا ته ورسېدل او د برهان الدین رباني په مشرۍ د پکتیا والي عبداللطیف منصور (د طالبانو په لومړي دور کې د کرنې وزیر او د کندهار ښاروال و او بیا تر رانسکورېدو وروسته د شورا غړی و او اوس د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر دی) له طالبانو سره یو ځای شو او د غزني په نیونه کې یې هم همکاري وکړه. طالب وسلهوالو د ۱۹۹۵م کال د جنورۍ په وروستیو کې غزني ونیوه او بیا د فبروري په دویمه د ميدان وردګ ولایت مرکز تصرف کړ او په سبا يې د لوګر ولایت مرکز او چهار اسیاب ولسوالۍ چې د حزب اسلامي مرکز و، پرته له مقاومته ونيول او په لوېدیځه برخه کې طالبانو فراه او نیمروز ولایتونه هم لاندې کړل.
په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په يوې اعلاميه کې د نجیب اعدامول غندل شوي و او د جګړې له دواړو خواوو د جګړې پر ځای د خبرو غوښتنه شوې وه او همداراز یې له نورو هېوادونو د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې غوښتنه کړې وه. په همدې ورځ د بښنې نړۍوال سازمان هم په یوې اعلامیه کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب وژل وغندل. تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان د طالبانو واکمني د اندېښنې وړ وګڼله. ترکمنستان بې لوري دريځ اعلان کړ او ویې ویل، چې طالبان دوی ته ګواښ نه دي. ترکیې د بې طرفه دريځ له نیولو سره سره د طالبانو او مخالفینو ترمنځ د سولهيیزو خبرو د کوربتوب وړاندیز هم وکړ. ایران د طالبانو راتګ او واکمني په سختو ټکو وغندله. پاکستان مثبت دريځ اعلان کړ او ترڅنګ يې د طالبانو او مخالفینو د روغې جوړې ملاتړ او په دې برخه کې د همکارۍ اعلان هم وکړ. یو شمېر خلیجي هېوادونو پاکستان ته ورته دريځ درلود. د پاکستان اکثرو مهمو اشخاصو د خپل حکومت د دریځ ملاتړ وکړ. مولانا فضل الرحمان د پاکستان له حکومت څخه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه. افغانستان په جهادي مشرانو کې مولوي محمد نبي محمدي او مولوي محمد یونس خالص د ډاکټر نجيب له اعدام کېدو هرکلی وکړ او پر ولس يې د طالبانو د اسلامي حکومت د ملاتړ غږ وکړ. پیر سید احمد ګیلاني د نجیب وژنه سم کار وباله، خو زیاته يې کړه چې باید له محکمې وروسته اعدام شوی وای.
د ۱۹۹۶ کال د اکتوبر په لسمه برهان الدین رباني د تخار له مرکز تالقان څخه له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې طالبان د پاکستان لاس پوڅي وبلل.
د طالبانو په لومړۍ دوره کې د ښځو، بشري حقونو، د بیان د ازادۍ او ټولنیزو چارو وضعیت کله چې طالبان د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې کابل ونیوو، دوی د شریعت د سختګیرانه تعبیر پر بنسټ «اسلامي امارت» اعلان کړ. د دوی اساسي هدف د «اسلامي نظام» ټینګول و، خو د اسلامي اصولو تفسیر یې محدود، سختدریځ او د علماوو د یوې ځانګړې قشر له زاویې و. په دې تفسیر کې د ښځو د تعلیم، د بیان د ازادۍ او د مدني حقوقو ځای ډېر محدود و. د طالبانو په واکمنۍ کې د نجونو ښوونځي وتړل شول، پوهنتون ته یې د تګ اجازه نه لرله او د ښځو د کار کولو مخنیوی وشو، یوازې په محدودو سیمو کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په رضایت د دیني زده کړو لپاره کوچني کورني صنفونو اجازه درلوده. دا پالیسي په ځانګړي ډول په کابل، هرات، او کندهار کې سخت پلي کېده. په دې دوره کې د ازاد فکر او اظهار لپاره هېڅ ځای نه و. رسنۍ د طالبانو د تبلیغاتي او مذهبي پیغامونو لپاره محدودې وې. بهرنيو خبریالانو په ډېرو سختو شرایطو کې اجازه لرله، چې راپورونه جوړ کړي. د دې ترڅنګ، طالبانو په ټول افغانستان کې پر هنري فعالیتونو په ځانګړي ډول پر موسیقۍ سخت بندیز لګولی و. د موسیقۍ غږول، اورېدل او ان د موسیقۍ د وسایلو لرل منع وو. همدارنګه د انځورونو اخیستل او ساتل ګناه بلل کېده، ځکه طالبان دا کارونه د "اسلامي شریعت" له اصولو سره په ټکر کې ګڼل. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د قضایي بهیر پر ځای، صحرایي سزاګانې یوه عامه کړنلاره وه. په ډېرو مواردو کې د محکمې رسمي اسناد، مدافع وکیل یا د ثبوت قانوني لارې نهکارېدې. د زنا، غلا، وژنې او نورو جرمونو په تور نیول شویو کسانو ته به د طالبانو له خوا د خلکو په حضور کې د وهلو، لاس پرېکولو، سنګسار او اعدام سزاګانې ورکول کېدې. دا کړنې د بشري حقونو د سازمانونو له لوري د جدي سرغړونو په توګه ثبت شوې وې.
له امریکا سره د شخړو پیلامه، اسامه بن لادن او القاعده: اسامه بن لادن د ۲۰مې پېړۍ یوه مهمه او بحثپارونکې څېره بلل کېږي. هغه د القاعده ترهګرې شبکې بنسټګر، په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو اصلي طراح او هغه شخص و، چې د نړۍوال امنیت هنېداره یې بدله کړه. د نوموړي د ژوند داستان د شتمنۍ له ماڼیو، د جهاد له مورچلونو، د غرونو له غارونو، تر ایبټاباد د خوندي کور تر دېوالونو پورې اوږد رسېږي په ۱۹۷۹م کال کې کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، اسامه بن لادن د جهاد له نارې سره د خېبرپښتونخوا پېښور ته راغی. نوموړي د «مکتبالخدمات» (Maktab al-Khidamat) په نوم بنسټ جوړ کړ چې له خلیجي هېوادونو څخه یې د پیسو، وسلو او رضاکارو عربو راجلب ته لاره هواره کړه. دا بنسټ د عبدالله عزام تر سلامشورې لاندې کار کاوه، چې د اسلامي نړۍ یو بل مشهور مفکر و. په افغانستان کې اسامه نه یوازې مالي ملاتړ ورکاوه، بلکې له مجاهدینو سره یې جګړه هم وکړه. ده ته د تورا بورا غرونو او جلالاباد غرنیز چاپېریال د یو معنوي تحول پلازمېنه وه. دلته یې د عربو مجاهدینو شبکې، روزنیز کمپونه، او استخباراتي اړیکې ډېرې پراخې کړې. په ۱۹۹۲م کې بن لادن له سعودي فشارونو وروسته سوډان ته کډه وکړه. هلته یې خپلې شبکې ته بنسټیز مالي، ساختماني او استخباراتي بڼې ورکړې، خو د ۱۹۹۶م کال په اپرېل کې له نړۍوال فشار وروسته، سوډان هغه له دغه هېواده و اېسته. بن لادن بېرته افغانستان ته راغی. دا ځل د طالبانو تر واک لاندې ملا عمر ورته د امن او خوندي پناه ورکړه. دی په ننګرهار، جلالاباد او بیا کندهار کې مېشت شو، د «دارالضیافه» کورونه یې جوړ کړل او له طالبانو سره یې یو نظامي-ایډیالوژیک تړون رامنځته کړ. په همدې موده کې د ۱۹۹۸م کال د اګست په ۷مه، القاعده د کینیا او تانزانیا په امریکايي سفارتونو خونړي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې نږدې ۳۰۰ کسان ووژل شول. د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه، القاعده د امریکا پر نیویارک او واشنګټن د الوتکو بریدونه تنظیم کړل. څلور الوتکې وتښتول شوې، چې دوه د نیویارک د نړۍوال سوداګریز مرکز پر برجونو ولګېدې، درېیمه د پینټاګون پر ودانۍ او څلورمه له خپلې موخې نه مخکې راولوېده. په دې بریدونو کې تر درېیو زرو ډېر کسان ووژل شول. اسامه بن لادن بیا په ویډیویي پیغامونو کې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست. دا پېښه د امریکا د بهرني سیاست مخ بدل کړ او د افغانستان پر ضد یې د پوځي یرغل پیل ته لار هواره کړه، تر هغه چې بالاخره د طالبانو د واکمنۍ د ختمېدو لامل شوه.
شنونکي باور لري، چې طالبانو خپله لومړۍ واکمني د اسامه بن لادن پر سر قرباني کړه. د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې د طالبانو د لومړۍ دورې د سقوط د عواملو په تړاو وایي، که څه هم د سپټمبر د ۱۱مې پېښې او امریکا ته د اسامه بن لادن د نه سپارلو مسله پر افغانستان د امریکا د برید مستقیم دلیل شو، خو د طالبانو د واکمنۍ پرځېدل بیا یوازې په دې یو عامل پورې تړلی نه و. د نوموړي په وینا: «نور ژور عوامل هم موجود وو؛ د دوی اتکاء پر القاعدې یوازې عقیدوي اړخ نه درلود، بلکې پر القاعدې اقتصادي اتکا هم اساسي او مهمه وه. نږدې درې کاله اسامه بن لادن او القاعدې ډلې د طالبانو لګښتونه پوره کول. له یوې خوا له شمالي ډلې سره په جګړه کې ښکېل وو او له بلې خوا منزوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ وو. طالبان په نړۍواله کچه بېاعتباره او بېملاتړه پاتې شوي وو، هېڅ مشروعیت یې نه درلود. اقتصاد او حکومتداري یې په بشپړ ډول له منځه تللي وو. هېڅ دوامدارې عایداتي سرچینې نه وې. د شمالي مقاومت جبهه نه وه ماته شوې او په دوامداره توګه پر طالبانو نظامي فشار موجود و. د حکومتدارۍ سختیو، د لوږې، اختناق او بېعدالتۍ له امله د مخالفت او نه منلو فضا رامنځته شوې وه، نو دا چې سقوط یوازې د امریکا له لوري یو پلان و، دقیقه نه ده.» نبیل همداراز زیاتوي، هغه وخت اصلي مسله دا وه چې طالبان په ستراتیژیک ډول د القاعدې پر محور ولاړ پاتې شول او د داخلي کمزورتیاوو او نړۍوال انزوا ګډو پایلو د هغوی د سقوط لامل شو. له دې سره، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د طالبانو لومړۍ واکمني سقوط شوه، د پخوانۍ ولسي جرګې غړی خالد پښتون وایي، په رسمي او پراخو څېړنو کې هغه عامل تر ټولو مهم ګڼل شوی چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې مستقیمې پوځي مداخلې ته یې لار هواره کړه او هغه د القاعدې او اسامه بن لادن شتون و. د نوموړي په وینا، د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو وروسته د امریکا اقدام د ترهګرۍ پر ضد جنګ په توګه توجیه شو او دغه راز زیاتوي: «نور عوامل هم و، لکه د طالبانو داخلي کمزورتیا، د قومي او سیمهییزو وېش اغېزې او د سیمې پر سیاست، استخباراتو او شاته ملاتړ د بهرنيو هېوادونو رول.» دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د متحدې جبهې مشر او د پوځ پخوانی قوماندان سمیع سادات بیا په دې تړاو وایي، طالبان په لومړۍ دوره کې د پاکستان په مرسته رامنځته شوي او امریکا پکې هېڅ ډول رول یا لېوالتیا نه درلوده. د نوموړي په وینا، طالبان ځکه تېرې تېروتنې تکراروي او یو ځل بیا یې په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي، چې یادې ډلې زده کړې نه دي کړي او له همدې امله یې هېڅ بدلون نه دی کړی.
له سقوطه وروسته لومړی مقاومت: کله چې طالبانو د هېواد ټولې برخې پرېښودې او نور د تېر واکمن نظام مقابله تقریبا صفر شوه، نو درې میاشتې وروسته د ۲۰۰۲ د مارچ په درېیمه امریکايانو د پکتيا د زرمت شاهي کوټ دره کې د طالبانو د یو ستر مرکز پر ضد عمليات پیل کړل. دا د ملاسیف الرحمان منصور جهادي مرکز و، چې د امريکايي یرغل پر وړاندې جهاد لپاره يې ټاکلی و. سیف الرحمان منصور د مولوي نصرالله منصور دویم زوی و. د ۲۰۰۳ کال په لومړيو کې ملا محمد عمر په یوه غږیز پیغام کې د نوي مقاومت لپاره ملا برادر لومړی مرستیال او ملا عبیدالله دویم مرستیال ونومول او ورسره یې د شورا لپاره لس کسان (مولوي اختر محمد عثماني، مولوي عبداللطيف منصور، مولوي جلال الدي حقاني، مولوي عبدالکبیر، مولوي حمدالله نانی، ملا محمد حسن رحماني، ملا محمد حسن اخوند) غوره کړل. په ۲۰۰۴ کې د کمېسونونو په بڼه تشکیلات جوړ شول او په لومړي سر کې ۳ کمېسیونونه (نظامي، کلتوري او مالي) جوړ شول، بيا د ولایتونو لپاره جهادي مسوولین ونومول شول. له هغه وروسته په ۲۰۰۸،۲۰۰۷،۲۰۰۶، ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ پورې د ملا محمد عمر مجاهد یوازې اختریز پیغامونه خپرول. د ملا محمد عمر د دغه ډول غیابت له امله د تازه طالبانو خپلسري پیل شوه، خلک په ناحقه او بېلابېلو تورونو وژل کېدل، ښوونځي سوځول کېدل او ډېر نور ورته کارونه وشول. ملا محمد عمر همداراز د کم عمره ځوانانو د ځانمرګو بریدونو پلوی نه و. په دې موده کې هر طالب د دولتي عسکرو او تاسیساتو ته د زیان رسولو د ویډیو په بدل کې د معتصم اغا جان لهخوا پیسې اخسیتې.
د ملا محمد عمر مړینه او اختلافات: د راپورونو له مخې، پر کندهار د امریکا د هوايي بریدونو وروسته ملا محمد عمر له کندهار ښاره په خپله یوه سراچه موټر کې د زابل سرخکانو سیمې ته لاړ او هلته یې له خپلو نږدې ملګرو سره بیا وسلهوالو چارو ته مخه کړه. د ۱۳۹۲ کال د وري د مياشتې ورستيو ورځو کې د ملا محمد عمر ناروغي سخته شوه او بالاخره د غويي پر ۴مه د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په ۲۴مه په د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د ملا محمد عمر زوی مولوي یعقوب (اوس د طالبانو دفاع وزیر) او ناسکه ورور ملا عبدالمنان د ملا محمد عمر له له مړیني څخه وروسته لومړی د دارالافتا ريیس مولوي عبدالحکیم او د قضاء رييس مولوي هبت الله اخوندزاده ته خبر ورکړ او هغوی وويل، چې د امیر په نه موجودیت کې هر ډول کار شرعي بڼه نه لري، باید زعامت وټاکل شي که په پټه وي، که ښکاره. له دې وروسته شیخ عبدالحکیم، شیخ عبدالسلام او مولوي هبت الله اخوندزاده، مولوي محمد یعقوب، د ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان، د ملا محمد عمر د دفتر پخوانی مسوول عبدالسلام کاتب او د ملا محمد عمر مرستیال ملا اختر محمد منصور، نور محمد ثاقب، د نظامي مسوول ملا عبدالقیوم ذاکر پرېکړه وکړه، چې د ملا عمر د مړینې مساله باید د احتمالي ننګونو د مخنیوي لپاره باید تر مساعد وخته پټه وساتل شي، ځکه په دې وخت کې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو اعلان هم کړی و، خو د بل مشر پر ټاکلو ټينګار کېده. د طالبانو د دارالافتا رييس مولوي عبدالحکیم، د قضاء عمومي رييس مولوي هبت الله، د هغه مرستيال مولوي عبدالسلام او پخواني قاضي القضات مولوي نور محمد ثاقب له ټولو ناستو کسانو وکالت واخیست او له ۲ ساعته سلا مشورو وروسته د ملا محمد عمر مرستیال ملا اختر محمد منصور د هغه پر ځای وګوماره، خو ملا منان چې د ملا عمر ناسکه ورور دی، بیعت ونهکړ او د خپلې کورنۍ د حیثیت د معلومېدو غوښتونکی و، خو بالاخره هغه هم بیعت وکړ او د مناسبې دندې د ورسپارلو ژمنه ورسره وشوه. وروسته بیا د ملا ذاکر او ملا اختر منصور تر منځ په کاري چارو کې اختلاف رامنځته شول او ملا ذاکر د نظامي کمېسیون له مشرۍ استعفا وکړه او په نارضایتۍ توګه څو میاشتې په کور کېناست او د ملا عمر د وفات د موضوع افشا کولو ګواښ یې وکړ او د ۲۰۱۴ له نیمايي وروسته یې ځينې کسان د هغه پر مړینې خبر کړل او کله یې چې له خپلو ملګرو سره د ملا عمر د فاتحې مراسم جوړ کړل، نو ملا اختر محمد منصور هم د ۱۳۹۴ د زمري په پنځمه شورا راوغوښت او د پټ بیعت کیسه یې وکړه، خو د ملا عبدالقیوم ذاکر ټينګار دا و چې اختر محمد منصور باید مشرۍ ته نوماند نه وي. خو کله چې بیاځلي له اختر محمد منصور سره پر بیعت سلا وشوه، نو ملا ذاکر قیوم او ملا عبدالمنان مخالفت څرګند کړ او د بیعت پر مهال له غونډه ووتل.
اخترمحمد منصور دوه کاله د ملا عمر په څرمن کې د طالبانو دویم مشر ملا اخترمحمد منصور په ۱۹۶۷ کال کې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تيمور په کاریز کلي کې زېږېدلی او په قوم اسحاقزی و. نوموړی د طالبانو د بنسټګر ملامحمد عمر نږدې ملګری او د طالبانو په لومرۍ دوره کې له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱کال پورې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر و. د طالبانو د دویم مشر په توګه تر ټاکل کېدو وړاندې نوموړی د دې ډلې ځواکمن مالي مسوول و او د یو شمېر جنګي قوماندانانو قوي ډله یې هم درلوده. د هغه نږدې جنګي قوماندانان صدر ابراهیم، قیوم ذاکر، ملا منصور دادالله، محمدمزمل، اوسنی د کانونو وزیر هدایت الله بدري مشهور په مولوی ګل اغا، ملامحمدزی، پير اغا مشهور د داعش په قصاب چې څه باندې دوه کاله وړاندې په غزنې کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو، د طالبانو د کندهار اوسنی امنیه قوماندان عبدالاحد طالب مولوي او یو شمېر نور نږدې ملګري ول. کله چې ملا محمد عمر په ۲۰۱۳ کال مړ شو، دا یوازې اختر محمد منصور و چې دغه راز یې وساته. تر ۲۰۱۵ کال پورې طالبانو ته ویل کېدل چې ملا عمر لا هم ژوندی دی. هغه به د عمر په غږونو کې فرمانونه خپرول، لیکلي پیغامونه یې استول او د مشر د امنیت او احتیاط په نامه یې د غږیزو کېسټونو خپرېدل بند کړل. د اختر محمد منصور یو نږدې ملګری، چې اوس مهال د ناروغۍ له کبله رسمي دنده نه لري، وايي: «د ۲۰۱۵ کال په جولای کې چې د ملا محمد عمر مړینه په رسمي توګه اعلان شوه، د طالبانو مشرتابه شورا او یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو په کویټه (پاکستان) کې غونډه وکړه او اختر محمد منصور یې د نوي "امیرالمؤمنین" په توګه وټاکه». د ملا قیوم ذاکر نوم د هغو لومړیو کسانو په فهرست کې یادېږي، چې د ملا عمر له مرګ څخه خبر کړای شوی و. دغه محدوده کړۍ د ملا محمد یعقوب، د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان، د دارالافتا مشر شیخ عبدالحکیم، د قضا مشر مولوي هبتالله اخوندزاده، د ملا عمر نږدې قاصد عبدالسلام، مولوي نور محمد ثاقب او امیرخان حقاني رانغاړله. د سرچینو په وینا، د ملا عمر د ځایناستي پرېکړه د طالبانو څلورو مخکښو مشرانو شیخ عبدالحکیم، هبتالله اخوندزاده، عبدالسلام او مولوي نور محمد ثاقب په یوه جلا ناسته کې وشوه، خو دغه پرېکړه له داخلي مخالفتونو خالي نه وه، ځکه د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان د مشرتابه انتقال د خپلې کورنۍ له حقونو سرغړونه بلله. د سرچینو د څرګندونو له مخې، قیوم ذاکر لومړنی کس و چې عبدالمنان یې له ملا اختر محمد منصور سره بیعت ته هڅولی و، خو د وحدت د تضمین دا هڅې ډېر ژر په داخلي شخړو بدلې شوې. اختلافات له هغه وروسته جدي شول چې ذاکر د ملا منصور له اجازې پرته په سوېلي ولایتونو کې د طالبانو جنګي ډلې سره یوځای کړې. نوموړي قوماندانان اړ کړل چې خپلې وسلې او نظامي وسایل ثبت کړي. منصور دا چارې د خپل واک لپاره تهدید وګڼلې او د قیوم ذاکر صلاحیتونه یې محدود کړل. په پایله کې قیوم ذاکر له نظامي کمېسیون څخه استعفا وکړه او خپل فعالیتونه یې لنډمهاله ودرول. خو ډېر ژر یې انتقادي ناستې پيل کړې، چې نور ناراضه طالب مشران ملا محمد رسول، ملا عبدالرازق او حسن رحماني هم پکې شامل شول. د ذاکر په مشرۍ دې ډلې له ملا منصور څخه لسمادهییزه غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ، چې که ویې نه مني، د ملا عمر د مړینې پټ راز به افشا کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو مشرانو هڅه کوله دغه داخلي کړکېچ مهار کړي، خو سرچینې وایي چې ملا منصور د فشارونو په پایله کې د ذاکر له لسو غوښتنو څخه ۹ ومنلې، خو د هغه تر ټولو مهمه غوښتنه «د نظامي کمېسیون بېرته ورسپارل» یې رد کړه. ملا منصور د استدلال په ډول ويلي و: «څوک چې په خپله خوله منصب غواړي، زه یې نه شم ورکولای». د ۲۰۱۵ کال په منځ کې، قیوم ذاکر له خپلو نږدې پلویانو سره د ملا عمر د فاتحې مراسم ترسره کړل، خو دغه حرکت منصور او د هغه بیعت کوونکي اړ کړل، چې د ملا عمر د مړینې اعلان وکړي او خپله مشرتابه رسمي کړي. کله چې د طالبانو د مشرتابه شورا او نوی امیر اعلانېده، ذاکر او ملا عبدالمنان له غونډې ووتل او مخالفت یې وکړ، چې د مشرۍ په نوملړ کې دې د منصور نوم نه وي. د منصور پراخو اړیکو، په شورا کې نفوذ او له مهمو سیمهییزو قوماندانانو سره اړیکو دا مخالفتونه بېاغېزې کړل. د طالبانو د رهبري شورا له ۱۹ غړو څخه ۱۵ تنو له هغه سره بیعت وکړ او ذاکر چې تر دې مهاله یې رسمي مخالفت نه و اعلان کړی، بالاخره اړ شو چې د یو لیک له لارې د ملا اختر محمد منصور مشري ومني. د طالبانو سرچینې او د اختر محمد منصور د سنګر څو ملګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې ملا یعقوب (د ملا عمر زوی)، قیوم ذاکر، ملا منصور دادالله ( د طالبانو د مشهور قوماندان ملا داداللهاخوند ورور)، صدر ابراهیم، ملا محمدزي، ملا مزمل او یو شمېر نورو طالب مشرانو د ملا منصور له مشرۍ سره مخالفت درلود او دا یې د پاکستان د استخباراتو کودتا بلله. د سرچینو په وینا، د اختر محمد منصور د ټاکل کېدو پر مهال د ملامحمد عمر تر ټولو نږدې کس ملا برادر د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د اړیکو په تور، پاکستان زنداني کړی و او نه یې غوښتل، چې د طالبانو واک هغه ته وسپارل شي. د طالبانو د پخوانۍ دورې پر مهال یوه چارواکي چې اوسمهال د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د مشورتي بورډ غړی دی، وویل: «د دې لپاره چې د طالبانو تر منځ بې باوري ختمه او دغه تحریک یو موټی وساتل شي، د طالبانو رهبرۍ شورا پرېکړه وکړه چې اختر محمد منصور ته ملا هبت الله او سراج الدین حقاني د مرستیالانو په توګه وټاکي». سرچينو دا هم وویل، چې له دې بې باورۍ او شکونو سره - سره منصور داد الله او ملا قیوم ذاکر خپلې لارې بیلې کړې.
له ایران سره اړیکو د منصور د مرګ زېری راووړ واک ته د اختر محمد منصور له رسېدو سره سم طالبانو د هغه په مشرۍ په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړل، خو له دې سره-سره هغه د سولې د مذاکراتو ملاتړ هم کاوه، چې هغه مهال دغه خبرې د چین او پاکستان په کوربه توب ترسره کېدې. د سولې مذاکراتو سره د هغه نږدې اړېکې د پاکستان له استخباراتي ادارو سره د ځينو طالب مشرانو او شنونکو له خوا د نیوکو لامل شوې. د سرچینو په وینا، د هغه د وژل کېدو یو بل لامل دا هم و چې په وروستیو کې یې خپلو جنګیالیو ته ویلي و، چې له پاکستان څخه یو بل خوندي ځای ته پناه یوسي. د منصور وژنه د افغانستان په اړه د اوباما د ادارې په پالیسۍ کې یو خورا حساس پړاو و، ځکه دا د سولې د خبرو لپاره د فشار زیاتول او د احتماليپوځيعملیاتو د زیاتېدو هڅه وه . همداراز دا پاکستان ته هم یو پیغام و، چې متحده ایالات د اړتیا په صورت کې د پاکستان په خاوره کې له مخکېنۍ خبرتیا او مشورې پرته ګام اخیستی شي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان هغه مهال خبرداری ورکړی و، چې دا برید به له امریکا سره په اړیکو کې «جدي پایلې» ولري او دا یې «په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوال قانون خلاف» بللی و. خو د افغانستان په سوېل کې تر ټولو ځواکمنې څېرې او د کندهار وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ګډون د تېر حکومت چارواکو هغه مهال وویل، چې اختر محمد منصور د پاکستان په لوبه کې خپل ژوند بایلود. رازق زیاته کړه، چې اختر محمد منصور نور د پاکستان له غوښتنو او فشارونو په تنګ راغلی و او غوښتل یې د دغه تحریک د نورو قوماندانانو په څېر ایران ته ولاړ شي. د رازق په وینا، اختر محمد منصور د ایران په مرجاوه کې خپل دفتر پرانیستی و او کورنۍ یې هم لېږدولې وه، خو په پاکستان کې ځینيکړۍ د منصور له دې پرېکړي خبرې نه وې او د هغه هېواد استخباراتو په یوه غشي څو نښې وویشتې. د اختر محمد منصور په وژل کېدو پاکستان امریکا او هلته مېشتو طالب مشرانو ته په مستقیم او غېر مستقیم ډول پيغامونه ورکړل: «لومړی دا چې ځینو پاکستاني چارواکوامریکا ته دا وښوده چې لا هم پاکستان په دې سیمه کې د امریکا یو مهم همکار او ملګری دی او د ترهګرۍ په برخه کې یې مالي مرستو ته اړتیا لري. دویم: پاکستان د افغانستان حکومت ته دا وښود، چې د دوی له ښکېلتیا پرته به له طالبانو سره خبرې نه کېږي، ځکه پاکستان د افغانستان په سوله کې خپلېغوښتنېدرلودې. درېیم دا چې هغو طالب مشرانو ته یو ډول پیغام لېږدول وو، چې له پاکستان نه خپله لاره بېلوي.» له ایران سره د طالبانو د مشرانو اړیکې او د اخترمحمد منصور له وژل کېدو سره سم د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) له قوله رپوټونه ورکړل شول، چې په کراچۍ ښار کې د ملا منصور جایدادونه، بانکي حسابونه او کاروبارونه ضبط شوي دي. د یادې ادارې د اسنادو له مخې، منصور د «ګل محمد» او «محمد ولي» په نومونو جعلي شناختي کارټونه جوړ کړي وو او په کراچۍ کې یې دوه نومرې او څلور نور کورونه درلودل، چې قیمت یې لسګونه میلیونه روپۍ اټکل شوی و. دغې ادارې ویلي و، چې د منصور جایدادونه او بانکي حسابونه به د «محمد یاسر د زوی عمار» په نوم ثبت شي. اخترمحمد منصور دوې مېرمنې درلودې چې یوه پکې د استاد یاسر لور ده. د اختر محمد منصور یو نږدې ملګری چې اوسمهال د ناروغۍ له کبله رسمي دنده نه لري، وايي: «د ۲۰۱۵ کال په جولای کې چې د ملا محمد عمر مړینه په رسمي توګه اعلان شوه، د طالبانو مشرتابه شورا او یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو په کویټه (پاکستان) کې غونډه وکړه او اختر محمد منصور یې د نوي "امیرالمؤمنین" په توګه وټاکه». اخترمحمد منصور د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتي له ۲۹مې څخه د ۲۰۱۶ کال د مې میاشتې تر ۲۱مې پورې د دې ډلې مشر و. نوموړی د ۲۰۱۶ کال د مې میاشتې پر ۲۱مه نېټه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې امریکايي ډرون په هوايي برید کې وواژه.
قطر ته د طالب استازو تلل او د دفتر پرانېستل: طیب اغا چې د سیاسي چارو مسوول و، په یوه بل هېواد کې د ګوانتانامو او له دوی سره د اسیرانو د تبادلې لپاره د یوه دفتر په لټه کې و او ملا عمر هم په دې برخه کې ورته خلاص لاس ورکړی و، خو له وفات وروسته یې د ملا اختر محمد منصور او طیب اغا اړیکې ډېرې ښې نه وې او نه یې هم د یو بل په چارو کې لاسوهنه کوله. د ملا عمر له مړینې شاوخوا ۲ میاشتې وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په نوم یو دفتر پرانېستل شو، خو د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي له مخالفت وروسته بېرته وتړل شو.
د رښتینې سولې او تفاهم پر وړاندې درانه خنډونه د ولسمشر کرزي د سولې اړوندو بنسټونو له طالبانو د تسلیمۍ غوښتنه کوله، خو طالبان سره له دې چې تسلیمۍ ته حاضر نه ول، د بهرنیانو حضور یې هم ونه منله.
داعش او د افغانستان سرحدي سیمه داعش په افغانستان کې د عراق او سوریې په څېر مناسب بستر نه درلود، خو د هېواد په ختیځ کې دغې ډلې فعالیتونه څه نا څه درلودل او په دې کې ملا اختر محمد منصور د داعش موسس بغدادي ته په یوه لیک له هغه غوښتي و، چې د طالبانو ۱۳ کلنه مبارزه روانه ده او تاسو دلته خپلواک تشکیلات مه اعلانوئ، خو د هغه ویاند عدناني بیا د طالبانو مشرانو ته ډېرې سپکې او سپورې وویلې او طالبانو هم دغه ډله «فتنه» ونوموله او په باور یې موخه یې هم د طالبانو د مبارزې شنډول دي او ورسره جوخت یې د داعش پر وړاندې هم اقدامات پیل کړل. داعش په ډيورند کرښه کې پاکستاني ناراضه طالبان جذب کړل او ننګرهار ته یې لاره ومونده او د اورکزیو حافظ سعید خان ځان د خراسان څانګې مشر اعلان کړ. د داعش او طالبانو تر منځ لومړۍ جګړه هم د ننګرهار په سپین ولسوالۍ کې وشوه. تر هغې وروسته په لوګر کې د سعد امارتي په نامه له طالبانو اوښتی قوماندان هم د داعش بیرغ پورته کړ او په زابل کې د داد الله منصور په مشرۍ نو خارجي ازبکانو هم د داعش ملاتړ او د طالبانو پر ضد جګړه اعلان کړې وه، خو داد الله منصور بیا له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو او د زابل ستونزه هم هواره شوه.
د واک تندې هبتالله تر مشرۍ ورساوه د ملا اخترمحمد منصور له مړینې وروسته هبت الله اخوندزاده د دغې ډلې د مشر په توګه غوره شو او سراج الدین حقاني (د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اوسنی وزیر) او د ملا محمد عمر زوی محمد یعقوب مجاهد (د طالبانو د دفاع وزارت اوسنی وزیر) د هغه د مرستیالانو په توګه غوره شول؛ خو په افغانستان کې د بیا ځلي حاکمیت له پیل سره سم، په هېڅ ډول غونډو او اعلامیو کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې هبتالله اخوندزاده به کوم مرستیال ولري، بلکې له مرستیالانو پرته د طالبانو مشر دی. طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، چې هبتالله ځان د لنډمهاله مشر په توګه اعلان کړ، خو اوس یې واک ټینګ کړی، نه مرستیالان ټاکي او نه د بل مشر لپاره اصول جوړوي. هبتالله د طالبانو د شرعي محکمې پخوانی مشر وو او د سختدریځو دیني نظریاتو استازی ګڼل کېږي. د ده تر مشرۍ لاندې طالبان د جګړې او سیاست تر منځ تعادل وساته، د قطر دفتر له لارې یې له امریکا سره د سولې خبرو ته لاره هواره کړه. د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو چې د امریکايي ځواکونو د وتلو لار یې هواره کړه. هبتالله په ډېره اندازه له عامه صحنې پټ پاتې شوی؛ خو د طالبانو دننه د وروستۍ پرېکړې واک د ده په لاس کې دی. د سولې خبرو او جګړې ګډ پړاو (۲۰۱۵–۲۰۲۰) له ۲۰۱۵ کال وروسته طالبان د سیاسي خبرو او جګړې دواړه محاذونه یوځای وساتل او د دوحې دفتر د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو رسمي مرکز شو. د سولې د خبرو ترڅنګ، طالبانو د شپې بریدونه او د ولسوالیو نیول زیات کړل. د امریکا د ځواکونو د وتلو پرېکړه د طالبانو لپاره سیاسي بری ګڼل کېده. د واک بیا ترلاسه کول ۲۰۲۱ کله چې امریکا اعلان وکړ، چې خپل ځواکونه به وباسي، طالبان د چټک پرمختګ عملیاتو لړۍ پیل کړه او درې میاشتي یې پر ولایتونو او ولسوالیو سخت بریدونه تر سره کړل، چې بالاخره د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ورځ کابل پرته له جګړې د طالبانو لاس ته ولوېد. ولسمشر اشرف غني له هېواده ولاړ او طالبانو یې پر ځای د «اسلامي امارت» د بیا ټینګښت اعلان وکړ.
له زرنج څخه تر ارګ پورې: په لسو ورځو کې تر ۳۰ ډېرو ولایتونو سقوط د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۱۵مه د نیمروز مرکز زرنج لومړنی ولایتي ښار و، چې طالبان ور ننوتل. زرنج له څو ورځو راهیسې د بېباورۍ، وېرې او ډار تر سیوري لاندې و. طالبانو له ګڼو خواوو ښار محاصره کړی و. د کلاشنیکوفونو او درنو وسلو ډزو د زرنج ارامي له منځه وړې وه. د افغان ځواکونو د مقاومت لیکې ژر ماتې شوې او پوځیان او چارواکي د چهاربرجک ولسوالۍ پر لور پرشا لاړل. طالبانو ګام په ګام ښاري سیمې تر خپل واک لاندې راوستلې. د ولایت مقام ته ننوتل او هلته یې خپل بیرغ ورپاوه. د هوايي ډګر کنټرول یې هم په لاس کې واخېست. د زندان دروازې یې پرانېستې او بندیان یې خوشې کړل. له همدې شېبې وروسته، زرنج نور د افغانستان د جمهوري دولت تر واک لاندې نه و، د زرنج سلګونه اوسېدونکي د ایران د پولې پر لور وتښتېدل، خو ایراني ځواکونو اجازه ورنه کړه، چې پر پوله واوړي.
د زمري ۱۶مه، شبرغان او تالقان د زمري ۱۶مه په جوزجان کې خونړۍ ورځ ده. افغان ځواکونه له شبرغان نه وتلي او د طالبانو جنګیالي ورو-ورو پر ښار واک ټینګوي. د والي مرستیال عبدالقادر اعلان وکړ، چې د جنرال عبدالرشید دوستم اړوند ولسي پاڅون کوونکي هم له ښاره وتلي او طالبان د جنرال دوستم ۵۰۰مې ماڼۍ ته ننوتلي دي. د زمري پر ۱۷مه طالبان د تخار ولایت د مرکز تالقان په کوڅو او سړکونو کې را ښکاره شول او خپل سپین بیرغونه یې په څلور لارو کې را وځړول. تالقان د شاوخوا ولسوالیو له سقوط وروسته د اوږدو جګړو په پایله کې د طالبانو لاس ته ورغی.
د زمري ۱۹مه، فراه او بغلان د سې شنبې سهار د فراه پر ښار طالبانو له څو خواوو بریدونه پیل کړل. د ولایت مقام، امنیه قومانداني، زندان او نورې دولتي ودانۍ یوهپهبله پسې د طالبانو لاس ته ولوېدې. په ورته وخت کې د هېواد په شمالي ولایت بغلان کې هم وضعیت د سقوط پر لور رهي و. د زمري پر ۱۹مه چې لمر پرېواته، د بغلان مرکز هم د طالبانو لاس ته ولوېد. افغان ځواکونه له خپلو مورچلو شاته شول او د ښار په څلور لارو کې طالبانو خپل بیرغونه هسک کړل.
د زمري ۲۱- ۲۲مه، هرات، هلمند او کندهار سقوط کوي د زمري پر ۲۱مه طالبانو اعلان وکړ، چې د هرات ولایت مرکز یې نیولی او درې زره بندیان یې له زندانونو خوشي کړي دي. دا یوولسم او ستراتیژیک ولایت و، چې د طالبانو لاس ته ولوېد. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې دوی د هرات مرکز، امنیه قومانداني، محبس او د ولایت مقام نیولي دي. د طالبانو جنګیالي د هرات جامع جومات ته هم ننوتل او په ښار کې تیت او پاشلې نښتې او ډزې روانې وې. د زمري میاشتې تر ۲۲مې طالبانو د ۱۵ ولایتونو مرکزونه ونیول. طالبانو د جمعې په شپه د هلمند مرکز او د ملي امنیت وروستی مقاومت ځای ونیول او افغان امنیتي ځواکونه له ښاره ووتل. له هلمند سره هممهاله په کندهار کې هم امنیتي ځواکونو د جګړې له ډګره پښې سپکې کړې او ښار د طالبانو لاس ته ولوېد. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کندهار د ولایت له مقام نه د یوې ویډیو له لارې اعلان وکړ، چې تېره شپه یې ولایت، امنیه قومانداني او نور ځایونه نیولي او دولتي ځواکونو شاتګ کړی دی. تر دې مهاله طالبانو د نیمروز، جوزجان، فراه، تخار، بدخشان، سرپل، کندوز، سمنګان، بغلان، غزني، کندهار، هرات، هلمند مرکزونه په لاس کې درلول او د نورو ولایتونو او سیمو پر لور د پرمختګ په حال کې وو.
د زمري ۲۲مه، بادغیس، ارزګان، زابل او لوګر له لاسه وځي د زمري پر ۲۲مه طالبانو د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو، امنیه قومانداني، د ولایت مقام، محبس او نور مهم ځایونه ونیول او افغان امنیتي ځواکونه له ولایت نه پر شا لاړل او ځینو یې خپلې وسلې پرځمکه کېښودې. پر همدې ورځ چې د جمعې له ورځې سره یې سمون درلود، طالبان د ارزګان مرکز ترینکوټ، د زابل مرکز کلات او د لوګر مرکز پل علم ته ننول او مرکزونه یې په خپل واک کې واخېستل. طالبانو وویل، چې د ترينکوټ او کلات ښارونه په سوله ییز دول ور تسلیم شوي او جګړه نه ده شوې.
د زمري ۲۳مه، ښرنه، میمنه، مزار شریف، مهترلام، اسعد اباد او ګردېز د زمري پر ۲۳مه طالبانو د افغانستان په شمال کې د بلخ او فاریاب، په ختیځ کې د لغمان او کونړ او په سوېل ختیځ کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو مرکزونه ونیول. طالبانو په فاریاب کې پر مهم سوداګریز بندر اقینې هم ولکه ټینګه کړه. وروسته د زمري پر ۲۳مه د پکتیکا مرکز ښرنه، کونړ، د لغمان مرکز مهترلام، او د زمري ۲۴مه، د ۷ ولایتونو سقوط شول. ولسمشر اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې هېواد د بې ثباتۍ له ګواښ سره مخ دی او د وضعیت د کنټرول او بې ثباتیو د مخنیوي لپاره یې مشورې پیل کړې.
د زمري ۲۴مه، طالبان د کابل په دروازو کې سهار لا نه و پوره روښانه شوی، چې له میدان وردګ نه د جګړې شور د کابلیانو تر غوږو ورسېد. میدان ښار تر یوې شپې جګړې وروسته سهار ۹ بجې د طالبانو لاس ته ولوېد او جګپوړي ولایتي او امنیتي چارواکي کابل ته لاړل. د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې د میدان ښار ټول دولتي تاسیسات د دوی د جنګیالیو لاس ته لوېدلي دي. د کابل ښار په څنډو کې مهمې سیمې او لارې د طالبانو په واک کې وې. ګڼ وردګ او لوګري طالبان په کابل کې د خپلو دوستانو په مېلمستونونو کې دیره شول او پنځمه حوزه، چهلستون، بګرامي، احمدشاه بابا مېنه او نورې سیمې له طالب جنګیالیو ډکې شوې. د زمري پر ۲۴مه وسله وال طالبان پلازمېنې کابل ته ننوتل او له شخړې او جګړې پرته ارګ ، دفاع وزارت، ملي امنیت، امنیه قوماندانۍ، وزارتونو او نورو مهمو تاسیساتو او ودانیو ته ننول. طالبانو پر ارګ رپېدونکی ملي بیرغ لرې کړ او پرځای یې خپل سپین بیرغ را وځړاوه. اشرف غني له خپلو نږدې کسانو سره د درېیو چورلکو په ملتیا له کابل نه ازبکستان او له هغه ځایه متحده عربي اماراتو ته لاړ.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور سیاستوال په کورونو کې پاتې شول او له خلکو یې وغوښتل، چې ارام واوسي. د زمري پر ۲۵مه له افغانستان څخه د ازبکستان او تاجکستان پر لور د شپږو پوځي الوتکو د وتلو راپورنه ورکړل شول. تاجکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې پنځه الوتکې د دوی فضا ته داخلې شوې دي او په یوه الوتکه کې لسګونه افغان سرتېري وو، چې د دغه هېواد په باختر هوايي ډګر کې ښکته شوي دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي غلام اسحاق زي له امنیت شورا وغوښتل، چې د افغانستان لپاره یو انساني کوریډور پرانیزي او هغه افغانان را وباسي، چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي. د برېتانیا د لومړي وزیر ویاند اعلان وکړ، چې دوی د ورځې سلګونه افغان او برېتانیايي وګړي تخلیه کوي. په کابل کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال کنټ مک کنزي وویل، چې د امریکايي سرتېرو د وتلو په تړاو د دوی او طالبانو ترمنځ یوه هوکړه رامنځته شوې او له طالبانو یې غوښتي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې مداخله ونه کړي. طالبانو د شپې په کابل کې هوايي ډزې کولې او پر ښار یې خپل تسلط نمانځه.
د وږي ۶مه، طالبان پنجشېر ته ننوځي پنجشېر وروستی ولایت و، چې طالبانو ونیوه. د وږي میاشتې پر ۶مه طالبانو اعلان وکړ، چې ځواکونه یې له څلورو جبهو پنجشېر ولایت ته ننوتلي دي. د وږي پر ۱۵مه طالبانو یوه ویډیو خپره کړه، چې د پنجشېر ولایت په مرکز بازارک ښار کې یې د طالبانو د بیرغ هسکېدل ښودل. څو ساعته وروسته د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد اعلان وکړ، چې دوی پر پنجشېر ولایت بشپړ واک ترلاسه کړی دی. احمد مسعود او امرالله صالح وویل، چې دوی په یوه خوندي ځای کې دي. احمد مسعود له خلکو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړي. د بشري حقونو او نړۍوالو غبرګونونو وضعیت طالبان هڅه کوي، د قومي توازن ساتنه وکړي، خو پرېکړې ډېری وخت د دیني مشرانو او سختدریځو مشورو تابع وي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړي ځل د تېر جمهوري حکومت د رسنیو په دفتر کې د کېمرو مخ ته ښکاره شو. نوموړي د واک په ټينګښت، خلکو ته د ډاډ ورکولو، د وضعیت د عادي ښودلو او لسګونه نورې ژمنې وکړې. ډېرو خلکو باور درلود، چې د طالبانو دویمه دوره به د لومړۍ دورې په پرتله سخت دريځه نه وي. ډېرو افغانانو فکر کاوه، چې طالبانو مثبت تغییر کړی او د نړۍوالو فشارونو له ویرې به ټولنه افراطې خواته نه ځي؛ خو د وخت په تېرېدو دغه ډلې د ټولنې پر ډېرو برخو بندیزونه پيل کړل. د ښځو د زدهکړو بندېدل، د کار حق محدودېدل او د رسنیو د ازادۍ راکمول د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو لانجمن اړخونه دي. د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د سازمانونو ګڼ راپورونه د طالبانو پر حکومت د سختو نیوکو ډک دي او له همدې امله تراوسه پورې له روسیې پرته هېڅ هېواد د طالبانو حکومت ته رسمي د دولت پېژندنه نهده ورکړې. د طالبانو د واک بیا ترلاسه کول د اوږدې، منظمې او څو پړاويزې مبارزې پایله وه، د دوی مشرتابه له ملا عمر څخه تر هبتالله پورې د پټو شبکو، مذهبي تعبیراتو او سیاسي انعطاف ګډه نښه لري. که څه هم طالبان یو ځل بیا د افغانستان پر واکمنۍ بریالي شول؛ خو د بشري حقونو، نړۍوالې پېژندنې او اقتصادي ستونزو له امله د مشروعیت له جدي ناورین سره مخ دي.
د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پر وړاندې نوی کړکېچ، خو دا ځل د ټيټيپي پر سر ټيټيپي چې د پاکستان د قبایلي سیمو د بېلابېلو وسلهوالو ډلو د یوځای کېدو له لارې په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی، موخه یې د پاکستان په شمالي وزیرستان، قبایلي سیمو او د سرحدي سیمو په ګډون د حکومت پر ضد وسلهوال فعالیتونه دي. د دې ډلې بنسټګر بلال احمد وزیر او نور سیمهییز طالبان وو، چې د پاکستان د پوځ او د امریکایي ځواکونو پر ضد یې بریدونه پیل کړل. یادې ډلې د پاکستان د مرکزي حکومت پر وړاندې د «جهاد» اعلان کړی او په پاکستان کې د افغان طالبانو په څېر حکومت غواړي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې افغانستان د ټيټيپي، داعش او القاعده پناه ځای دی، خو افغانستان بیا وايي چې پاکستان د داعش او ټيټيپي د زېږېدو مرکز دی او دمګړی هم هلته فعال دي. دې ډلې په وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه زیات کړي او په مقابل کې سره له دې چې د پاکستان پوځ په دې نه دی توانېدلی، چې د دغو بریدونو مخه ونیسي دا ادعا هم کوي، چې ټيټيپي په پاکستان کې دغه بریدونه له افغانستان څخه پلانوي، هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده. اوس باور دا دی چې طالبان به د تېر په څېر تېروتنه وکړي: په لومړۍ دوره کې یې واک د اسامه بن لادن قرباني کړ او دا ځل به د ټيټيپي پر سر خپل قدرت له لاسه ورکړي. د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «دا ځل وضعیت د لومړۍ دورې پرتله پېچلې ده. ټيټيپي په پاکستان کې جګړه ډېره کړې او د هغوی اړیکې په افغانستان کې امنیتي حساسیت پیدا کړی. پاکستان چې د طالبانو پخوانی ملاتړی و، اوس ورسره یو څه ترینګلتیا او ان نښتې لري. طالبان د پاڼ او پړانګ تر منځ پاتی دي، که طالبان د ټيټيپي د فعالیت د مهار لپاره عملي ګام وانخلي، دا موضوع د اوږدمهاله امنیتي او اقتصادي فشار لامل کېږي او له بلې خوا د ټيټيپي پر ضد اقدام نه شي کولی چی د اقدام په صورت کی د داخلي کړکېچ سره مخ کېږی.» نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، طالبانو دا ځل ځیني منطقوي واقعیتونه درک کړي او له چین، روسیې، هند، ایران او منځنۍ اسیا سره د اړیکو ساتلو ترڅنګ هڅه کوي، چې له مستقیم سیمهییز ټکر څخه ځان وساتي. ښاغلي نبیل د طالبانو د واکمنۍ د دوام په اړه ویلي، که څه هم طالبان دا مهال د امنیتي زور، انحصاري حکومتدارۍ او د غېر شفافو پرېکړو او د سیمې له محدودو تعاملاتو سره واک ساتلی، خو دا واکمني باثباته نه ده. اساسي ستونزې یې د سیاسي مشروعیت نشتوالی، اقتصادي کړکېچ او داخلي اختلافات دي. د هغه په خبره: «د طالبانو د واکمنۍ د دوام عوامل دا هم پیاوړی کوي؛ د منظم او واحد اپوزیسیون نهشتون او د اپوزیسیون وېشل شوې بڼه طالبانو ته د بدیل منظم سیاسي ځواک مخه ډب کړې ده. نړۍ له نورو لویو کړکېچونو سره بوخته ده، اوکراین، منځني ختیځ، چین–امریکا تاوترخوالی؛ افغانستان د نړۍوالو د بېړنیو لومړیتوب په لست کې نه دی. ګاونډیان د حالت بدلېدو څخه وېریږي، ځکه د بدیل سناریو د منطقوي بېثباتۍ او کډوالۍ د نوې څپې خطر لري.» نبیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په لنډمهال کې د طالبانو د واک دوام شونې ده، په منځمهال کې که طالبان د ښځو په حقونو، سیاسي مشارکت او اقتصاد کې اصلاحات رامنځته نه کړي، حکومت به ورو سولېږي او داخلي انشقاق ته به نږدې شي. که سقوط یا کمزورتیا رامنځته کېږي، نو اصلي لامل به داخلي درزونه وي؛ یعنې د کندهار د کړۍ، د حقاني شبکې او سیمهییزو قوماندانانو د ګټو او واک پر سر اختلاف. بهرنی فشار او سیمهییزې شخړې یوازې د دې بهیر چټکتیا او شدت زیاتوي. د پخوانۍ ولسي جرګې غړی خالد پښتون د طالبانو د بیا واکمنېدو او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو په اړه وایي، چې د دغې ډلې د دویم ځل راتګ یو اصلي لامل دا و، چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې ډېری ترهګریز کسان بېلابېلو هېوادونو ته وتښتېدل، خو وروسته ټول بېرته افغانستان ته وګرځېدل. د هغه په خبره، اوس د پاکستان او طالبانو ترمنځ خرابېدونکی امنیتي وضعیت ښيي، چې دا ځل هم د طالبانو حکومت د همدې ترهګرو د فشار او محدودیتونو ښکار کېدای شي. هغه د بېلګې په توګه زیاتوي: «په کابل کې د طالبانو د موجودیت پر مهال د اېمن الظواهري وژل کېدل ثابته کړه، چې نړۍوال ځواکونه لا هم د ترهګرۍ د تعقیب پوره توان لري. که طالبان د ټيټيپي ملاتړ بند نه کړي او له ګاونډیانو سره د اعتماد فضا رامنځته نه کړي، نو د دوی واک به کمزوری شي. خو که له تېرو تجربو یې یو څه زده کړې وي، د سیاست، امنیت او سیمهییزو اړیکو د متوازن ساتلو چانس لا هم شته.» پښتون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو واکمني به د مخکېنۍ دورې په څېر ژر سقوط وکړي او که د دوام لپاره یې فرصتونه شته، وویل چې د طالبانو د اوسني نظام راتلونکی د درېیو مهمو فکتورونو پورې تړلی دی: «لومړی، د طالبانو دننه اختلافات چې د واک د وېش او د سیاسي مشارکت د نشتون له امله ورځ تر بلې زیاتېږي. دویم، د ترهګرو ډلو لکه القاعده او ټيټيپي موجودیت دی چې نه یوازې د افغانستان امنیت ته ګواښ دی، بلکې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره هم ستره اندېښنه ده. درېیم، بهرني فشارونه دي، له اقتصادي بندیزونو نیولې بیا تر سیاسي انزوا او د بشري حقونو تر نقض پورې.» د پخوانۍ ولسي جرګې یاد غړی وایي چې که طالبان له تېرو تجربو څه زده کړې نه وي او د ترهګرو د ملاتړ مخه ونیسي، د دوی واک به د کورني او بهرني فشار تر منځ کمزوری شي. خو که د اصلاح او تعامل لاره خپله کړي، د یوه محدود خو باثباته دوام امکان لا هم شته.
له دې سره، د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل بیا له افغانستان انټرنشنل‑پښتو سره په خبرو کې وویل، جګړه اسانه ده، خو حکومتولي سخت کار دی.
د نوموړي په وینا: «د طالبانو او د نورو رژیمونو ستونزه دا وه چې د واک تر لاسه کولو لپاره یې د جګړې یا کودتا لاره غوره کوله، خو د حکومتولۍ لپاره یې مشخصه اجنډا نه درلوده. له دې امله ولس په پرېکړو کې شریک نه و او ادارې لکه عدلي او قضایي، پارلمان، اجراییوي ادارې، امنیتي او دفاعي قواوې او نور اقتصادي او اداري ارګانونه په سم ډول نه تقویه کېدل او خدمات ولس ته په اغېزمنه توګه نه وړاندې کېده. ځینې کسان د خپلو شخصي موخو لپاره پرېکړې کړې دي. د طالبانو د تېري او اوسنۍ دورې ستونزه همدا وه چې د ښې حکومتولۍ لپاره مشخصه اجنډا نه لري.»
د میاخېل په خبره، د طالبانو د تېرې دورې وضعیت جلا و، خو که طالبان پاتې شي یا سقوط وکړي، سیمه او نوره نړۍ د افراطیت له زیاتوالي سره مخ کیږي، نیابتي رقابتونه زیاتېږي او د افغانستان د بې ثباتۍ اور ټولو ته رسېږي. دا حالت دوام نه شي کولی؛ افراطیت به زیات شي او سیمه نوره هم بې ثباته کېږي.
د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت یاد سرپرست شته فرصتونو ته په اشارې زیاته کړه، حل لار دا ده چې سیمه خپلې ګټې د یو ثبات لرونکي، قانونمند او مشروع حاکمیت په چوکاټ کې وګوري او د استخباراتي منفي تعامل پر ځای مثبت تعامل ته پام وکړي. طالبانو ته باید مشروعیت ورنه کړل شي، ترڅو فشار دومره زیات شي چې یو مثبت بدلون رامنځته شي. اوس پوښتنه دا ده، چې ایا داسې ډلې یا حکومتونه شته چې د طالبانو د حکومت د ړنګولو لپاره اقدام وکړي؟ که شته، نو هغه کوم هېوادونه او کومې ډلې دي؟
د افغانستان د متحدې جبهې مشر او د پوځ پخوانی قوماندان سمیع سادات په دې تړاو وایي، اوس مهال د طالبانو پر ضد په نړۍواله کچه یو لیدلوری رامنځته شوی، چې یاده ډله د اوږدمهال له مخې د افغانانو او د نړۍ په ګټه نه ده. د ده په وینا، د دوی د حکومت د ړنګولو لپاره باید افغانان په خپله لاس په کار شي، ځکه نړۍوال په دې برخه کې کوم مشخص پلان نه لري.
اخوا ځینې شنونکي بیا په دې باور دي، کومه تمه چې پاکستان له طالبانو لرله برعکس روانه ده. د دوی په وینا، پاکستان په ظاهره په تېرو وختونو کې د طالبانو پر ملاتړ پښېمانه دی او اوس یو ځل بیا د دې هڅه کوي، چې د طالبانو نظام له منځه یوسي، خو ګڼ افغانان په دې باور دي، چې د نظام تغییر باید پخپله د افغانانو له خوا رامنځته شي او له بهره هر ډول هڅه د افغانانو له کرکې او غبرګون سره مخ کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي و چې د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي او همداشان ۴۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې په ویشل شوې مرسته کې له هرې کورنې سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ ۱۰۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
د طالبانو د امارت د رییسالوزرا اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر د نومبر په دولسمه نېټه په کابل کې د تاجرانو او صنعتکارانو یوې غونډې ته په وینا کې اعلان وکړ چې که چیرې پاکستان د افغانستان سره د دوی له خوا بندې کړې تجارتي لارې بیا پرانیزي، نو لومړی باید عملي او قوي تضمینونه ورکړي.
نوموړي وویل چې په دې تضمین چې دغه لارې به بیا هېڅ وخت نه د جنګ په شرایطو کې او نه په عادي شرایطو کې تړل کېږي.هغه زیاته کړه چې افغانستان د متقابل احترام په اساس د پایښت لرونکو تجارتي روابطو ساتل غواړي څو له دغو روابطو څخه د سیاسي فشار د آلې په توګه استفاده ونه شي.
ملا برادر افغان تاجرانو ته دا هم وویل چې هغوی دې د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره د پاکستان په ځای نور هېوادونه انتخاب کړي، او که هغوی دا کار ونه کړي او د نن نه پس په پاکستان کې د کوم مشکل سره مخ شي، نو د طالبانو امارت به د هغوی شکایت یا مشکل ته رسېدنه ونه کړي.
په دې ته ورته محتوا سره عبدالله عزام، د رییسالوزرا د اقتصادي معاونیت د دفتر رییس هم یوه اعلامیه صادره کړې ده. عزام ویلي دي چې اسلاماباد د تجارتي لارو په تړلو د اقتصادي چارو څخه د سیاسي ابزار په توګه استفاده کوي، او د اسلاماباد دغه کار د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل احترام او د اقتصادي همکارۍ د اصولو نه سرغړونه ده.
دا خبره د یادونې وړ ده چې د اکتوبر د میاشتې په دویمه اونۍ کې د پاکستان او د طالبانو د امارت تر منځ د پوځي نښتو نه وروسته پاکستان د ډیورند کرښې د پاسه دروازې د افغانستان د ټرانزیټ تجارت او د دواړو هېوادونو د خپلمنځي تجارت په مخ وتړلې، او د دریو اونیو نه زیات وخت دا تجارتي تعامل بند پاتې دی.
د ملا عبدالغني برادر د پورته ذکر شوي اعلان نه وروسته دا پوښتنې راولاړیږي چې د طالبانو د امارت له خوا له پاکستان سره د تجارتي مقاطعې موخې څه دي؟ د دواړو هېوادونو لپاره به د تجارت بندش څه عواقب ولري؟ او آیا افغانستان به د خپل ټرانزیټي تجارت لپاره د پاکستان د لارو بدیل پیدا کړي؟
خو د دې نه وړاندې باید یو لنډ نظر د افغانستان په باب د پاکستان په پالیسۍ او چلن باندې واچول شي. په دې کې شک نشته چې پاکستان د لومړۍ ورځې نه د افغانستان په اړه خپله پالیسي د انګلیسي استعمار د کتابونو او دوسیو د مطالبو په اساس جوړه کړې ده. په دغې پالیسۍ کې د متقابل لوري احترام او برابرۍ په اصولو د اړیکو جوړول ځای نه لري، بلکې په افغانستان باندې فشار راوړل او د هغه لاس مروړل اصلي ستراتیژي ګڼل کېږي.
د بحر نه لرې، په وچه کې ګیر هېوادونو ته د ګاونډیو هېوادونو له خوا د ټرانزیټ تجارت حق ورکول د بینالمللي مناسباتو د قانون برخه ده، او د دغه حق څخه د فشار د آلې په توګه استفاده کول د بینالمللي قوانینو نه سرغړونه ده، خو متاسفانه پاکستان تل دا کار کړی دی او بینالمللي قوانینو ته یې په درنه سترګه نه دي کتلي.
که د طالبانو د امارت له خوا د پاکستان سره د تجارت په اړه د هغوی د نوي ګام موخې ته فکر وکړو، نو دا ویل کېدای شي چې دا د پاکستان په ناکړدو د یو احتجاج څرګندولو سره سره په جدي توګه د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټ تجارت لپاره د یوه بدیل لټون ته د افغانانو پام راګرځول دي. د دې وینا مطلب دا هېڅ نه دی چې د دې نه وړاندې د افغانانو دې لوري ته هېڅ پام نه و.
د جمهوریت د وخت حکومتونو مشکل په دې کې و چې یو خو پاکستان د امریکا ډېر نږدې متحد و، د امریکا په موجودیت کې د پاکستان سره تجارت بندول ممکن نه و. بله خبره دا وه چې د امریکا او ناټو د اکمالاتو ټوله لاره له پاکستان نه تېرېده، نو هغه وخت د دغې لارې مقاطعه کول په عمل کې امکان نه درلود. خو بیا هم د جمهوریت د دورې حکومتونو د ټرانزیټ د تجارت لپاره له ایران سره د چابهار د بندر نه د استفادې په لړ کې تفاهم ایجاد کړی و او دغه تفاهم عملي بڼه هم غوره کړې وه. د هندوستان حکومت د افغانستان او د مرکزي آسیا د هېوادونو سره د تجارت لپاره د چابهار په بندر کې خاصه دلچسپي لرله.
که څه هم په ایران باندې د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه په دې لاره کې خنډ وو، د امریکایي ځواکونو په موجودیت کې د جمهوریت د حکومتونو لپاره د چین سره ژور مناسبات او په خلاص مټ تجارت هم ممکن نه و. اوس دا مشکل نشته، او که د چین او افغانستان تر منځ د واخان د لارې سړک پوخ او تکمیل شي، نو د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره به یو مطمئن مارکېټ په لاس ورشي.
د پاکستان واکداران په دې علت هم د یوه مضبوط او پرمختللي افغانستان د جوړېدو نه په ویره کې دي، چې که چیرې پاکستان د امریکا سره د خپلو نږدې اړیکو له امله د چین د کمربند او جادې په پروژه کې پوره ورګډ نه شي، نو چین لپاره افغانستان د مرکزي آسیا او لوېدیځې آسیا سره د وصلېدو لپاره بهترین بدیل دی.
خو د افغانستان ملي ګټې په دې کې دي چې هغه دې خپل تجارت او اقتصادي همکارۍ لپاره تش په یوه هېواد او یا یوه لوري باندې اتکا ونه کړي، او تل دې څو واریانتونه په لاس کې ولري. خو دا کار په درې میاشتو کې ممکن نه دی. د دې هدف تر لاسه کولو لپاره وخت، پلان، ستراتیژي او سیاسي اراده په کار ده، او دغه شیان د یوه په علم سنبال، مجرب، د ولس په اراده ولاړ او په وطن میین زعامت ته اړتیا لري.
دا هم لازمه ده چې د پاکستان سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو په راتلونکي باندې هم یو نظر واچول شي. هسې خو د ګڼو جغرافیایي، تاریخي او کلتوري مشترکاتو له امله په کار دا ده چې د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ ژورې او پایښت لرونکې اړیکې موجودې وې، خو که د پاکستان واکداران په افغانستان کې د خپلو تر ټولو نږدې متحدینو، یعنی طالبانو سره دوستانه اړیکې ونه پاللی شي، نو دا ښکاره خبره ده چې هغوی به په نږدې راتلونکي کې د طالبانو په ګډون د هېڅ یوه افغان حکومت سره حسنه اړیکې ونه شي ساتلی.
په دې لاره کې تر ټولو ستر خنډ د پاکستان د جنرالواکۍ دا ذهنیت دی چې ګواکې دوی ته د ابرقدرتونو له خوا د افغانستان د مدیریت کولو دنده سپارل شوې ده، او دوی د افغانستان د داخلي او خارجي سیاستونو د ټاکلو لپاره د مداخلت حق لري. تش دا نه ده، د پاکستان جنرالواکۍ د پنځه څلوېښت کالونو راهیسې په افغانستان کې د ویجاړوونکو جنګونو اور ته لمن وهلې ده، او د افغانستان د بېوسه مهاجرینو سره یې داسې ظالمانه چلن کړی دی چې په نږدې وختونو کې د اړیکو عادي کېدل ممکن نه ښکاري. خو البته که د پاکستان په سیاست کې اساسي بدلونونه راشي، نو بیا د ښیګڼې امکانات پیدا کېدای شي.
د طالبانو دویمه دوره چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه پیل شوه، بیا له پاکستان سره له ډېرې نېږدې دوستۍ شروع او اوس د ژور کړکېچ تر سیوري لاندې روانه ده.
لومړۍ واکمني (۱۹۹۶–۲۰۰۱): د سخت دریځۍ او نړۍوالې انزوا دوره
کله چې طالبانو د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې کابل ونیو، دوی د "امنیت او شریعت" شعار پورته کړ او همدا لامل شو چې ګڼو عامو خلکو یې ملاتړ وکړ او طالبان یې د سولې پرښتې وبللې، خو ډېر ژر یې د سختو مذهبي تګلارو له امله د سیمهییزو او نړۍوالو مخالفتونو څپه راپورته کړه. په دې موده کې طالبانو یوازې له درېیو هېوادونو — پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو — سره رسمي او دوستانه اړیکې لرلې، نورو ټولو هېوادونو یې له رسمیت پېژندنې ډډه کوله.
افغانستان د نړۍوالې انزوا سربېره له ګڼو اقتصادي، سیاسي او سیمه ییزو کړکېچونو سره مخ شو او هم په کور دننه د احمد شاه مسعود په مشرۍ له مقاومت جبهې سره په جګړه واوښتل.
که څه هم د طالبانو لومړۍ دوره له اقتصادي او سیاسي اړخه په نړۍوال کچ له ډېر شدید منفي فکر سره مخ وه، خو په سیمه ییزه کچه یې له پاکستان پرته بل هېڅ ملګری نه لاره او له نورو نېږدې ګاونډیانو سره یې اړیکې ترینګلې وې.
له ایران سره کړکېچ
ایران د طالبانو له سني سخت دریځۍ سره مذهبي اختلاف درلود او د دوی حکومت یې په رسمیت ونه پېژند. طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ۱۹۹۸ کال د مزار شریف پېښه، چې پکې د ایران نهه ډېپلوماتان ووژل شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې خطر زیات کړ.
له دغې پېښې وروسته اړیکې دومره ترینګلې شوې چې ایران د افغانستان پولې ته خپل نظامي تجهیزات هم انتقال کړي وو او نېږدې وه چې په مستقیمې جګړې لاس پورې کړي، خو په وروستیو شېبو کې یې پلان بدل او له مستقیمې جګړې یې د شمالي ټلوالې ملاتړ غوره وباله، چې دغه ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړه لا اوږده او پېچلې کړه. د ایران له خوا د سوداګریزو لارو تړل، د تېلو کمښت او د اقتصادي بندیزونو اغېزې د افغانستان اقتصاد لا پسې کمزوری کړ.
هند او د طالبانو لومړۍ دوره
د طالبانو په لومړۍ دورې کې د پاکستان او طالبانو اړیکې له بل هر چا غښتلې، نېږدې او د خوږو ملګرو په توګه تعبیرېدې او هند د طالبانو او پاکستان د نږدې اړیکو له امله جدي اندېښمن و، ځکه دا اړیکې د هند د امنیتي او سیمهییزو ګټو لپاره ګواښ ګڼل کېدې.
هند د شمالي ټلوالې مالي او لوجستیکي ملاتړ وکړ ترڅو د طالبانو نفوذ محدود کړي. دا ملاتړ د افغانستان په شمالي سیمو کې د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ د جګړې د دوام یو بل عامل و، چې هند د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره اړین ګاڼه.
همدارنګه، د روسیې د سرحدي امنیت د خوندي ساتلو لپاره پوځي تمرینونه ترسره شول او د استخباراتي معلوماتو تبادله د طالبانو پر ضد وکارول شوه.
د منځنۍ اسیا هېوادونه او طالبان
د منځنۍ اسیا هېوادونو، لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان، د روسیې په مشوره د امنیتي تړونونو او ګډو پوځي تمرینونو له لارې هڅه وکړه چې د طالبانو مذهبي سخت دریځي او نفوذ محدود کړي.
د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پولې د امنیتي ځواکونو له خوا کلکې ساتل کېدې، د شمال ټلوالې سیاسي دفترونه، کورونه او روزنیز مرکزونه په تاجکستان کې مستقر شول او د تاجکستان استخباراتو یوه ځانګړې برنامه پیل کړه چې د طالبانو له خوا د سیمهییزو ځوانانو د مذهبي توندلارۍ د جذب مخه ونیسي.
د دغو اقداماتو پایله دا شوه چې افغانستان له سیمهییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکارۍ محروم شو. د منځنۍ اسیا لارې چې د تیلو، ګاز او نورو سوداګریزو توکو د لیږد لپاره مهمې وې، وتړل شوې او د هند د ځینو اقتصادي پروژو لکه د انرژۍ د انتقال پروژې (TAPI) فعالیتونو ته هم زیان ورسید.
له امریکا سره کړکېچ او د واک پای
امریکا د ۱۹۹۸ کال د نایروبي او دارالسلام بریدونو وروسته له طالبانو غوښتل چې اسامه بن لادن وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړه. له دې وروسته د طالبانو او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې او د سپټمبر ۱۱ (۲۰۰۱) بریدونو وروسته امریکا د نړۍوال ایتلاف په مشرۍ پر افغانستان برید وکړ.
دې جګړې په څو اوونیو کې طالبان له واکه وغورځول. په ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۳مه، کابل سقوط وکړ او د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو لومړۍ واکمني پای ته ورسېده. طالب مشران بیا د ختیځو غرنیو او قبایلي سیمو پر لور لاړل او د وزیرستان په ګډون، باجوړ، پېښور، اکوړي، کوېټه او بېلابېلو سیمو کې مېشت شول.
دویمه واکمني (۲۰۲۱–تر اوسه): له پاکستان سره کړکېچ
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د امریکا له وتلو وروسته یو ځل بیا کابل ته داخل شول او واک یې ترلاسه کړ. خو دا ځل، د نړۍوالې انزوا پر ځای، د دوی اصلي کړکېچ د پاکستان سره دی، هغه هېواد چې د طالبانو د پخواني ملاتړ اصلي سرچینه ګڼل کېده.
که څه هم طالبان لا هم په نړۍوال کچ رسمیت نه لري او یوازې روسیې یې حکومت په رسمیت پېژندلی خو د سیمې له ګڼو هېوادونو سره غیر رسمي ډېپلوماتیکې اړیکې لري.
دا ځل طالبان د خپلو ټولو هغو پخوانیو دښمنانو سره دوستي لري، چې د کړکېچ یو ځانګړی تاریخ یې ورسره لاره؛ روسیې چې د طالبانو پر وړاندې یې د شمال ټلوالې مقاومت تمویل کړ له طالبانو سره رسمي اړیکې جوړې کړې دي.
له ایران سره هم د طالبانو د دویمې واکمنۍ په دویم کال اړیکې یو څه ترینګلې وې، د اوبو د وېش مساله یوه له جدي مسالو څخه وه، چې د دواړو لوریو له خوا توندې څرګندونې هم وشوې خو د دواړو خواوو اړیکې ډېرې ژر بېرته عادي شوې.
له تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې تر ډېره سوداګریزې او نیمه رسمي ډېپلوماتیکې دي چې د طالبانو د حکومت له پیله تر اوسه په دغو اړیکو کې رغنده بدلون راغلی دی.