هغه هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر له دغه هېواد سره د طالبانو د همکارۍ نښه وبلله او ویې ویل، چې ډیلي ته د امیرخان متقي سفر پاکستان ته یو څرګند پیغام ورکوي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) یوه ځانمرګي بریدګر په اسلاماباد کې د محکمې مخې ته ځان ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې شاوخوا ۴۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې بریدګر غوښتل محکمې ته ننوځي، خو بریالی نه شو او د پولیسو موټر ته څېرمه یې ځان ته چاودنه ورکړه.
له دې سره، وسلهوالو د سې شنبې په ورځ په سوېلي وزیرستان کې د واڼې پوځي کالج پر وړاندې برید وکړ، چې له ساتونکو سره له څو ساعتونو نښتې وروسته په برید کې درې کسان ووژل شول.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې بریدګر په افغانستان کې له خپلو تنظیموونکو سره په اړیکه کې وو. نن د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم اعلان وکړ، چې د بریدګرو په منځ کې افغانان هم شامل دي.
هغه دا برید په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ له خوا اداره کېدونکي ښوونځي کې د قتل عام سره پرتله کړ او ټینګار یې وکړ: «د افغانستان د پلونو نښې هم لیدل کېږي. »
هند په یوې رسمي اعلامیه کې په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړل. طالبانو هم په پوځي اکاډمۍ او د اسلام اباد په محکمې برید وغانده. طالبانو په وار وار ویلي، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ډلې او بلوڅ وسله والو بریدونه د پاکستان داخلي ستونزه ده او د دغه هېواد حکومت دې دغه پړه پر طالبانو نه اچوي.
د هند له خوا د تورونو د ردولو په اړه د پاکستان لومړي وزیر وویل: «موږ په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس د اورګاډي تښتولو شواهد نړۍ ته وړاندې کړل. «ټيټيپي» او بلوڅ بېلتون غوښتونکو د افغانستان له خاورې فعالیت کاوه او هلته د ترهګرو او په هند کې د هغوی له ملاتړو سره په اړیکه کې وو. موږ خپل شواهد نړۍ ته وړاندې کړل او هېچا یې رد یا ننګونه ونه کړه.»
هغه زیاته کړه: «دا ګومان کول چې د پاکستان ترهګر دوښمنان په دې بریدونو کې ښکېل نه دي، په دې معنا ده چې شپه، ورځ وګڼو.»
د پاکستان لومړي وزیر وسله والو ته خبرداری ورکړ: «موږ ستاسو د کړنو څخه په بشپړه توګه خبر یو، موږ دمخه مناسب ځواب ورکړی، بیا به هم دا کار وکړو.»
شریف په ترکیه کې له طالبانو سره خبرو اترو ته په اشارې سره وویل، چې پاکستان یوازې یوه غوښتنه لري: هغه دا چې طالبان دې ترهګرې ډلې چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان برید کوي، کنټرول کړي.
هغه ټینګار وکړ: «موږ سوله غواړو او افغانستان یو مساوي شریک ګڼو؛ هغه څه چې د پاکستان لپاره ښه دي، د افغانستان لپاره هم ښه دي، خو غلطې ژمنې او د ترهګرو په مخنیوي کې پاتې راتلل د منلو وړ نه دي.»
شهباز شریف دا هم وویل: «هند ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سفر او ورپسې سفرونه موږ ته روښانه پیغامونه راکوي. موږ به ترهګرو ته اجازه ورنکړو چې د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ مخه ونیسي.»
هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې له پاکستان سره د سولې په ټینګښت کې همکاري وکړي.