منظور احمد پشتین ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو د پېښور په امن جرګه کې د ګډون بلنه د پښتونولي له مخې منلې وه، خو په جرګه کې د ګډون پر مهال د یاد غورځنګ استازو سره د جرګې د تالار په دروازه کې سپک چلند او بې احترامي شوې ده.
نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي:«په جرګه کې د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو تنظیمونو لپاره لومړۍ څوکیو کې ځای او د خبرو کولو زمینه برابره شوې وه، خو د پښتون ژغورنې غورڅنګ استازو لپاره ځای په پام کې نه و نیول شوی.»
نوموړي ویلي، چې د امن جرګې د تنظیم کوونکو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو ته د وینا اجازې نه ورکولو په اړه ویل شوي وو:«پر موږ لږ فشار دی، موږ هڅه کوو.»
نوموړي زیاته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورڅنګ پر استازو په امن جرګه کې د پاکستان د ملي سرود په احترام د نه دریدو له امله فشارونه ډېر شوي او د هغوی پر ضد تبلیغات شوي دي.
پشتین ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازیو په جرګه کې تر وروستیو شیبو او انتظار کولو وروسته له جرګې سره پریکون کړی او د اعتراض په ډول د جرګې له تالار څخه وتلي دي.
منظور احمد پشتین ویلي، چې د پېښور جرګې له تالاره د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو له وتلو وروسته د هغوی موبایلونه بند دي او بیا هېڅ ډول اړیکه ورسره نه ده نیول شوې.
منظور احمد پشتین په ټینګار سره ویلي، چې دغه ډول ستونزې به یاد غورځنګ له خپلو موخو څخه پر شا نه کړي.
پشتین زیاته کړې:«موږ د خپل مظلوم وطن او پښتنو لپاره قرباني ورکړې ده او لا هم د قربانۍ، سختې او هوډمنې مبارزې لپاره چمتو یو. موږ نه د واک شوق لرو او نه د لنډمهاله ګټو لپاره بل چاته امتیاز ورکوو، زموږ مبارزه د پښتنو د ستونزو د حل او له حقوقو څخه د دفاع لپاره ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو نظیف خان اشنغر، حنیف پشتین او نورالله ترین د خیبر پښتونخوا د امن جرګې له تالار نه تر راوتلو وروسته خبریالانو ته وویل، چې دوی ته په دې جرګه کې د خبرو او وینا وخت نه دی ورکړل شوی او دوی له دې امله د اعتراض په ډول له جرګې سره پرېکون کوي. دوی ویلي، چې دا جرګه دولتي ده او د ریاست تر چتر لاندې جوړه شوې ده.